د پاکستان کویته، د ایران مشهد کې د افغان ټرانسپورټ میشت مدیر

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د ټرانسپورت وزاررت پنځمه رتبه ( ۲ بستونه ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبپاڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره

 

د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د پاکستان کويټه کې د افغان ټرانسپورټ میشت مدیر ۰۰۲۵
۲ د ایران مشهد کې د افغان ټرانسپورټ میشت مدیر ۰۰۲۶

د بست ځانګړنې :

د بست سرلیک :                 د پاکستان کویته، د ایران مشهد کې د افغان ټرانسپورټ میشت مدیر

بســــت:                           پنځم

تعداد بست:                       (۲)

د بست ځای:                     پاکستان، ایران

وزارت/اداره:                        د ټرانسپورت وزارت

اړونده څانګه:                      د سړکونوټرانسپورټ اداره

راپور ورکول :                       د کورنی او بهرنی عوایدو نماینده ګیو چارو آمر

راپور اخیستل:                     لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د خبرتیا د پیل او پای نېټه :     ۳۰/۱۰/۱۳۹۸ الی ۰۷/۱۱/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: د کوربه هیواد د ټرانسپورټ ادارې سره د ټرانسپورټ وزارت اړیکو ټینکول، تامینول او پراختیا ورکول اوپه کوربه هیواد کې قانون سره سم د ټرانسپورټي او ټرانزیټي پلانونو چمتو کول او پلي کول.

صلاحیت و مسئولیت های وظیفوی:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ترلاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتنني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرح او ترتیبول.
  2. په دې برخه کې د اړونده ننګونو او ستونځو له منځه وړلو په موخه، کوربه هیواد سره د خبرو اترو او غونډو له لارې د ټرانسپورتي اړیکو رامنځته کول ساتل او پیاوړي کول.
  3. د کوربه هیواد ټرانسپورټي شرکتونو ته د افغانستان ټرانسپورتي قوانینو او مقرراتو او همدارنګه د ټرانزیټ او لېږد رالېږد په هکله خبرتیا ورکول،
  4. ټرانزیټي او ټرانسپورتي فعالیتونو کې د آسانتیا رامنځته کولو په موخه، د افغانستان ټرانسپورتي شرکتونو ته د کوربه هیواد ټرانسپورتي قواعدو اوستنډردونو په هکله خبرتیا ورکول.
  5. هیواد ته د اموالو لیږدولو اجازې درلودلو لپاره، د سړکونو تنظیمولو ټرانسپورټ قانون (۱۱) مادې سره سم روډ پاس کې د نقلیه وسایطو ځانګړنې لیکل او د روډپاس ترتیبول او صادرول.
  6. د افغانستان او کوربه هیوادونو او یا هم دریم هیوادونو ترمنځ د اموالو او مسافرینو لېږدولو لپاره، د پروګرامونو تنظیمول.
  7. د افغانستان ټرانسپورټي شرکتونو او د کوربه هیواد ټرانسپورتي شرکتونو تر منځ د لېږد رالېږد په برخه کې د همغږۍ رامنځټه کول.
  8. د رڼو ټرانسپورتي عایداتو راټولو لپاره، د ټرانسپورتي خدمتونو تنظیولو محصول تعرفې صادرولو څخه څارنه کول.
  9. د کوربه هیواد ټرانسپورتي سیستمونو څخه د اخیستل شویو تجربو له مخې د هیواد ټرانسپورتي سیستمونو، برابرولو او معیاري کولو په اړه د مقام لوی ریاست ته د تخنیکي مشورو وړاندې کول.
  10. د کوربه هیواد په خاوره کې، د افغانستان ټرانسپورتي شرکتونو ته د تضمین پاڼو صادرول.
  11. د ( ټرانسپورت مالیه، د کتابچې یا کارټ بیه، د کمیشن پارچه، د جرمونو تحصیل او د داسې نورو اخیستل شویو مالیاتو څخه چې په بانکي حسابونو کې جمع شوي څارنه کول او د مالیې وزارت دهوکړې پر بنسټ، د ټرانسپورټي مالې د ثبت دفتر سره د آویزونو تطبیقول.
  12. مرکز ته د مشخصو آمارو وړاندې کولو په موخه، د کورنیو او بهرنیو ټرانسپورټي وسایطو ثبتولو او راجسترولو څخه څارنه کول چې، افغانستان څخه بهر یا دننه تګ راتګ کوي.
  13. واک لرونکي آمر ته د اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت راپورنو وړاندې کول.
  14. د ادارې موخو، قوانینو، مقرراتو سره سم، د ټولو هغو دندو ترسره کول چې، د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: نړیواله اړیکې، اقتصاد، حقوق، لوی مدیریت، اداره او تجارت، ټرانسپورټي انجینري، ټرانسپورتي مدیریت، عامه اداره، عامه پالیسي، او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) انګلیسي او د کوربه هیواد رسمي ژبې سره بلدتیا.
  3. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود