کابل ښاروالۍ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت کارکوونکو لپاره «د پایداره ښاري پراختیا لپاره دښاري مدیریت»روزنیز پروګرام

ټاکل شوې د «د پایداره ښاري پراختیا لپاره د ښاري مدیریت» تر سرلیک لاندې د جاپان هېواد غیر حضوري روزنیز پروګرام د لړم له ۱۹ د لېندۍ تر ۱۲ د ملکي خدمتونو په انسټیټوت کې جوړ شي.

 

د بورسیې شرایط:

فعلي دنده: نوماند باید د کابل ښاروالۍ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت رسمي کارکوونکی وي او د ښاري پلان جوړونې او پراختیايي پلان جوړونې په برخو کې د ریاست او یا معادل کچې پورې په مرکز اوولایتونو کې دنده ترسره کړې وي.

لوړې زده کړې: نوماند باید د لېسانس یا معادل سند لرونکی وي.

انګلیسي ژبه: نوماند باید په انګلیسي ژبه (لوستلو، لیکلو او خبرې کولو) بشپړ بلدیت ولري؛

وړتیاوې: نوماند باید له کمپيوټري پروګرامونو د کار اخیستو وړتیا ولري؛

روغتیايي وضعیت: نوماند باید له ښه روغتیايي (فزیکي او رواني) وضعیت څخه برخمن وي. د یادونې وړ ده چې امیندواره مېندې دغو بورسونو لپاره په شرایطو برابرې نه دي؛

سن: نوماند باید ۳۰ – ۵۰ کلونو عمر ولري؛

د اړتیا وړ اسناد: د دندو لایحې، تابعیت تذکرې، لېسانس سند کاپي، یو قطعه عکس او د بشري سرچینو لخوا د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته د نوماند د معرفي کولو مکتوب؛

 

د ترجیح وړ شرایط:

  • د یادو شرایطو د بشپړولو په صورت کې، د شهیدانو او معلولینو ورثې ته لومړیتوب ورکول کېږي؛
  • د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د ښځو د ودې او جنسیتي تعادل او تساوي تامین لپاره، غوښتونکو ښځو ته د لومړیتوب حق ورکوي؛

په شرایطو برابر نوماندان کولای شي خپل اسناد د (زمري ۲۵) دوشنبې ورځې پورې د نورو پړاوونو طی کولو لپاره د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته ولېږي.