د پایلو د خبرتیا کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

 رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د پایلو د خبرتیا کارپوه ۴ د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورد ۱ ۱۸/۷/۱۳۹۸ ۲۹/۷/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۸/۷/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۲۹/۷/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د پست ټولییز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د پایلو د خبرتیا کارپوه

 

بست: ۴
وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتواو ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
اړونده څانګه: اجرايې ریاست- د ملکی خدمتونو د ګومارنې بورد
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ۱
رپوټ ورکول: د پایلو د خبرتیا او وړاندیزونو د تعقیب آمر
رپوټ اخيستل: نلري
د بست کوډ:  ۰۵۰-۰۶-۹۰-۶۲
د بياکتنې نېټه: ۱۳/۶/۱۳۹۸

 

د دندې موخه: اړوندو نوماندانو ته د عالي ربته بستونود آزموینې د پایلو اعلان کول؛

 

د دندې واکونه او مسولیتونه :

 

  1. د ادارې استراتیژیکي موخو ترلاسه کولو لپاره عمومي پلان سره سم د اړونده څانګې میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان چمتو کول او ترتیبول؛
  2. د آزموینو د تنظیم کمیتې څخه د شرایطو وړ نوماندانو د دوسیو تر لاسه کول؛
  3. د نوماندانو د دوسیو او د استخدام د مرحلو له بشپړتیا څخه ډاډ ترلاسه کول، ( خبرتیا، شارت لیست، او آزموینه)
  4. د بریالې، ریزرف او ناکامو نوماندانو لپاره د آزموینې د پایلو اعلانول.
  5. په اړوند دیتابس کې د بریالې او ریزرف نوماندانو بشپړ شهرت او معلوماتو ثبتول؛
  6. د امتحان له (مرکې) وروسته  د بیا ځلي اعلان وړ بستونو یاداشت نیول او د اعلاناتو او لوایحو د تنظیم آمریت ته یې وړاندې کول؛
  7. د شکایتونو د څیړنې بورد مکتبونو ته ځواب ورکول، او د شکایت کوونکو نوماندانو د اسنادو لیږل او د هغو اړوند مصوباتو تعقیبول.
  8. د شکایت نشتوالې څخه د ډاډ ترلاسه کولو وروسته، د نوماندانو دوسیې د وړاندیزونو د تعقیبولو کارپوه ته تسلیمول،
  9. د ادارې مشرتابه ته د اړونده کړنو او لاسته راوړنو، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د ضرورت په وخت کې د راپورونو وړاندې کول؛
  10. د ادارې موخو، قوانینواومقرراتو سره سم د ټولوهغو دندو تر سره کول چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي؛

 

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه)

 

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د ۷، او ۳۴، موادوله مخي، لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پر بنسټ جوړه شوې ده؛

  1. لږ تر لږه په (عامه اداره، د بشري سرچینو مدیریت، اداره تجارت، اقتصاد، عامه پالیسي، عمومی مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، احصاییه، ښه حکومتوالي، دولتي مدیریت، تولنیز علوم، ژونالیزم، ادبیات، شرعیات، شرعیات، جامعه شناسی) برخو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي؛
  2. په اړونده برخه کې کاري تجربه د لیسانس لپاره لږ تر لږه یو کال؛
  3. د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو يا دري) اوپه انګليسي ژبه (ويلو او ليکلو) سره بلدتیاا.؛
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو پوهیدل؛

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم