د پراختیایي بودیجې مدیر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام  سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري.

 

ګڼه د بست عنوان د بست

رتبه

اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د پراختیایي بودیجې مدیر ۴ د مالیي اومحاسبې ریاست – د دارالاانشاء لوی ریاست ۱ ۵/۹/۱۳۹۸ ۱۶/۹/۱۳۹۸

 

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۵/۹/۱۳۹۸) نېټې څخه د (۱۶/۹/۱۳۹۸) نېټې ترپایه پورې د ځانګړو غوښتنليکونو فورمې د سهار (٣٠_٨) بجو څخه د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له آمريت څخه چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې له کره ډکېدو وروسته له ټولوغوښتل شويو سندونو سره یوځای د اړونده کړنلارې پر بنسټ د ګومارنې آمريت ته وسپاري، همدارنګه نوموړي کولی شي چې د (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي او په انلاین توګه ځانګړې فورمې ترلاسه او وروسته له کره ډکېدوغوښتل شويو اسنادو سره  یوځای  د کړنلارې پر بنسټ د سافټ په ډول د (hr@iarcsc.gov.af) ايميل پتې ته په ټاکلې موده کې ولېږي.

یادونه:

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لایحه

د بست ټولییز مالومات

 
  د بست د خبرتیا شمېره:  
  د دندې عنوان: د پراختیایي بودیجې مدیر
  بست: ۴
  وزارت/اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون
  اړونده څانګه: د مالیي اومحاسبې ریاست – د دارالاانشاء لوی ریاست
  د بست ځاى: کابل
  د بست شمېره: ( ۱ )
  رپوټ ورکول: د بوديجې آمر
  رپوټ اخيستل: نلري
  د بست کوډ: ۶۰-۹۰-۱۲-۰۰۴
  د بياکتنې نېټه: ۱۶/۰۶/۱۳۹۸

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپواک کمیسون د پراختیایي بودېجې ترتیبول او د پراختیایي بوديجې څخه د تاداتو د چارو طی مراحل کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

 

د دندې واکونه اومسولیتونه:

 

  1. د مطلوب پایلو لاسته راوړلو لپاره عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کار پلان ترتیبول.
  2. د کال په منځ او پای کې د بیا کتنې لپاره د کمیسون پراختیايي پروژو له څرنګوالي څخه د راپورونو چمتو کول، د مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو ملکي خدمتونو خپلواک کمیسون ته یې وړاندې کول.
  3. د اړتیا په وخت د نورو کوډونو تعدیلولو په موخه، د مالیې وزارت ب ۲۳ فورمو څخه مدیریت کول.
  4. قانون سره سم لګښتونو څخه د کار اخیستنې په موخه، د مرکز او ولایاتو په کچه بیلابیلو برخو کې د منظور شویې بودېجې څخه کنټرول او مدیریت کول.
  5. د بودیجې آمرته د تصمیم نیولو لپاره د پراختیایي بودیجې راټول شویو اطلاعاتو شنل، په پام سره کتل او ثبتول.
  6. د برنامې پر بنسټ د بوديجې پلي کیدو په موخه، د تخصیص شوي مصرف څخه په اغیزمن ډول کنټرول کول.
  7. تدارکاتي پلان سره سم د پراختیايي بودېجې مالي پلان شنل او تنظیمول.
  8. د برنامې پر بنسټ په BC1 اوBC2  فورم کې دبودیجوي کال لپاره  بودیجوی معیارونو سره سم د پراختیا يي برنامو د بودیجې ترتیبول.
  9. د کمیسیون پراختیایي پروژو په هکله د بودیجوي ستونځود حل لپاره د اقداماتو نیول.
  10. له اړوندو څانګو څخه د کمیسیون پراختیایي پروژو د بودیجوي او تشکیلاتي فورمو طی مراحل کول.
  11. د اړتیا په وخت کې د کمیسیون پراختیايي پروژو تمویل کوونکو لپاره د مالوماتو چمتو کول.
  12. واک لرونکو مقاماتو او مستقیم آمر ته د اړونده کړنو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، او کلني راپورونو وړاندې کول.
  13. د اړونده ادارې قوانینو، مقررو، او موخو سره سم د ټولو هغو دندو تر سره کول چې د آمریت له خوا سپارل کېږي.

————————————————————————————————————————————-

د ګمارنېط شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

دغه لایحه د ۷, ۳۴ موادو له مخې د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پر بنسټ جوړه شوې ده.

  1. لږ تر لږه د (اقتصاد، اداره تجارت، د مالي او حسابي مدیریت، عامه اداره، عمومي مدیریت ، ACCA اوCA ( په برخو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري او تر دې په لوړه کچه اسناد لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  2. لږ تر لږه د لیسانس لپاره دندې اړوند یو کال کاري تجربه.
  3. د هیواد له رسمي ژبو څخه په یوې ژبه حاکمیت درلودل ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکل او خبرې کول)
  4. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم