د پروسو د څېړنې او شننې کارپوه

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د تغییر پروژه سيسټم سره سم یو ځل بیا اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د پروسو د څېړنې او شننې کارپوه HR-058

 

 

مشخصات بست:               

د دندې سرلیک:                 د پروسو د څېړنې او شننې کارپوه

بســــت:                       څلورم

وزارت/اداره:                      د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                    کابل

د بست شمېر:                  (۱)

اړونده څانګه:                  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون / د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست / د پروسو د ودې او  اصلاح ریاست / د پروسو د څېړنې او شننې آمریت

راپور ورکول  :                   د پروسو د څېړنې او شننې آمر

راپور اخیستل:                   نلری

تاریخ نشروختم اعلان:          ۲۳/۰۱/۱۴۰۰ الی ۳۱/۰۱/۱۴۰۰

 

 

د دندې موخه د ملکي خدمکتونو ادارو او وزارتونو کې، د ودې او اصلاح وړ اړتیا لرونکو پروسو شننل او تثبیتول؛  
د دندې واکونه او مسولیتونه:
تخصصي دندې ۱٫    د ودي او اصلاح لپاره، خپلواکو دولتي ادارو او وزارتونو کې د اصلاح وړ اړتیا لرونکو پروسو بهیر او سرلیکونو ثبتول؛

۲٫    د ریاست په دیتابس کې د پېژندل شويو پروسو ځای پر ځای کول او د ودې او اصلاح پروسو سره د ټاکل شویو پروسو شریکول؛

۳٫    د ریاست لیدلوري او استراتېژۍ سره سم، د څېړنیزو لومړیتوبونو ترلاسه کولو په موخه، د پام وړ پروسو شننل؛

۴٫    د اصلاح او ودې وړ او مناسبو ټاکل شویو پروسو تر لاسه کولو لپاره، د اړینو څېړنو او مطالعاتو تر سره کول؛

۵٫      د اوسنیو پروسو شننې او ویشنې بهیر وروسته، د ټاکل شویو پروسو د بدیلونو په اړه د نظرونو وړاندې کول؛

۶٫      د ستونځو، ننګونو د ضعف او قوت ټکو پېژندلو په موخه، له هغو پلي شویو پروسو څخه چې وده یې کړې، څارنه کول؛ 

مدیریتي دندې ۷٫      د اړوند ریاست پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛

۸٫      واک لرونکو چارواکو او مستقیم آمر ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه،  میاشتني، درې میاشتني، کلني، او د اړتیا پر وخت راپورونو وړاندې کول؛

۹٫      د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم، د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي؛

د همغږۍ دندې
  1. پر وخت د سپارل شویو چارو تر سره کولو په موخه، د کمبیسون اړوندو څانګو، وزارتونو او ادارو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛
د ګومارنې شرطونه د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشتې

لږ تر لږه د عامه ادارې، اداره او تجارت، اقتصاد، عامه پالیسي، لوی مدیريت، حقوق او سیاسي علوم، کمپیوتر ساینس، ادبیات، ټولنپوهنه، حکومتولي، او د اطلاعاتي سیستم مدیریت په برخه کې هیواد کې دننه یا بهر، ملي او نړیوالو موسسو څخه د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري، او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربې  

د لیسانس په کچه سند لرونکو ته هیواد کې دننه یا بهر ملي یا نړیوالو موسسو څخه د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛

اړین مهارتونه

۱٫      د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) برلاسی واوسي او په انګلیسي ژبه (لیکلو او خبرو کولو) سره بلدتیا ولري ؛

۲٫      د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

د هڅونې موارد  

أ‌.     د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.  

ب‌. ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي.

یادونه وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې د یاد بست  تر لاسه کولو لپاره نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې د ادارې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود