د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب و معاش سیستم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د پروسو د څېړنې او شننې کارپوه
بســــت: څلورم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون / د ملکي خدمتونو ادارې لوی ریاست / د پروسو د ودې او اصلاح ریاست / د پروسو د څېړنې او شننې آمریت
راپور ورکول : د پروسو د څېړنې او شننې آمر
راپور اخیستل: نلری
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۲/۱۲/۱۳۹۹ الی ۱۲/۱۲/۱۳۹۹
د دندې موخه | د ملکي خدمکتونو ادارو او وزارتونو کې، د ودې او اصلاح وړ اړتیا لرونکو پروسو شننل او تثبیتول؛ |
د دندې واکونه او مسولیتونه: | |
تخصصي دندې | ۱٫ د ودي او اصلاح لپاره، خپلواکو دولتي ادارو او وزارتونو کې د اصلاح وړ اړتیا لرونکو پروسو بهیر او سرلیکونو ثبتول؛۲٫ د ریاست په دیتابس کې د پېژندل شويو پروسو ځای پر ځای کول او د ودې او اصلاح پروسو سره د ټاکل شویو پروسو شریکول؛۳٫ د ریاست لیدلوري او استراتېژۍ سره سم، د څېړنیزو لومړیتوبونو ترلاسه کولو په موخه، د پام وړ پروسو شننل؛۴٫ د اصلاح او ودې وړ او مناسبو ټاکل شویو پروسو تر لاسه کولو لپاره، د اړینو څېړنو او مطالعاتو تر سره کول؛۵٫ د اوسنیو پروسو شننې او ویشنې بهیر وروسته، د ټاکل شویو پروسو د بدیلونو په اړه د نظرونو وړاندې کول؛۶٫ د ستونځو، ننګونو د ضعف او قوت ټکو پېژندلو په موخه، له هغو پلي شویو پروسو څخه چې وده یې کړې، څارنه کول؛ |
مدیریتي دندې | ۷٫ د اړوند ریاست پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره، میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛۸٫ واک لرونکو چارواکو او مستقیم آمر ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه، میاشتني، درې میاشتني، کلني، او د اړتیا پر وخت راپورونو وړاندې کول؛۹٫ د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم، د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو چارواکو له خوا سپارل کېږي؛ |
د همغږۍ دندې |
|
د ګومارنې شرطونه | د ګومارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):
د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده. |
د زده کړې رشتې | لږ تر لږه د عامه ادارې، اداره او تجارت، اقتصاد، عامه پالیسي، لوی مدیريت، حقوق او سیاسي علوم، ادبیات، ټولنپوهنه، حکومتولي، او د اطلاعاتي سیستم مدیریت په برخه کې هیواد کې دننه یا بهر، ملي او نړیوالو موسسو څخه د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري، او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. |
کاري تجربې | د لیسانس په کچه سند لرونکو ته هیواد کې دننه یا بهر ملي یا نړیوالو موسسو څخه د دندې اړوند لږ تر لږه یو کال کاري تجربه په پام کې نیول شوې ده؛ |
اړین مهارتونه | ۱٫ د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) برلاسی واوسي او په انګلیسي ژبه (لیکلو او خبرو کولو) سره بلدتیا ولري ؛
۲٫ د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل. |
د هڅونې موارد | أ. د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
ب. ښځينه نوماندانو ته (۵) امتیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي. |
یادونه | وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې د یاد بست تر لاسه کولو لپاره نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې د ادارې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛ |
________________________________________________________________________________________________