د پلازمېنې زون پراختیايي ادارې اته لوړ رتبه بستونه رقابت ته وړاندې شول

د پلازمېنې زون پراختیايي ادارې خپل اته لوړ رتبه تخصصي بستونه رقابت ته وړاندې کړل. د انجنییرۍ تخصصي د «ښارجوړولو» تخصصي څانګې په برخه کې د عالي تخصص، خلاقیت، مسلکي پوهې او کافي تجربې لرونکي افراد کولای شي خپل اطلاعات د متخصصینو په ځای کې ثبت کړي.

د بستونو نوملړ:

  • د اقتصادي او صنعتي زونونو پراختیا پروګرام ریاست
  • د زېربناوو پراختیا پروګرام ریاست
  • د غیر پلاني ساحو ښه کولو پروګرام ریاست
  • د تخنیکي پلان جوړونې ریاست
  • د پروژو مدیریت او تطبیق ریاست
  • د ودانیو ډیزاین ریاست
  • د زېر بناوو طرحې او ډېزاین ریاست
  • د مطالعاتو او څېړنو ریاست

د اطلاعاتو ثبت پته: http://niro.iarcsc.com/

د اطلاعاتو ثبت مهلت: ۱۴۰۰ کال زمري ۲۰ – وږی ۰۲