د پلټنو د څېړلو کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د پلټنو د څېړلو کارپوه ۳ د کورني تفتش رياست ۱ ۸/۱۲/۱۳۹۷ ۲۱/۱۲/۱۳۹۷

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۸/۱۲/۱۳۹۷) نه تر (۲۱/۱۲/۱۳۹۷) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د پلټنو د څېړلو کارپوه
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د کورني تفتيش رياست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: کورني تفتيش ريس ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بست کوډ: ۰۰۶-۰۲-۹۰-۶۲
د بياکتنې نېټه: ٢٧/١١/١٣٩٧

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د کميسيون د مالي او حسابي چارو د پلټنو پايلې له قوانينو، مقررو او اړونده کړنلارو سره سم څېړل او ارزول. 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د کورني تفتيش رياست د پلان او ټاکل شوو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.
  2. د کورني تفتيش رياست لپاره د پلټل شوو پروسو کره رپوټونه څېړل او ارزول او د وروستيو اجرااتو لپاره يې د کورني تفتيش ريس ته يې د توحيدو وړاندې کول.
  3. د کميسيون مرکزي برخو، سيمه ييزو دفترونو او ولايتي کميسيونونو په پلټنو کې د لاسته راوړونکو متوقعو موخو لپاره برخه اخيستل.
  4. کورني تفتيش رياست او اړونده سرچينو ته د پلټونکو چارو په اړه او د کورني تفتيش ريس په لارښوونې د اجرااتو د پروسې د چټکوالي په خاطر وړانديزونه او مکتوبونه څېړل، ارزول او وړاندې کول.
  5. د پلټنو پايلې ترتيبول، څېړل او ارزول او د کميسيون مقام د منظورۍ اخيستو په خاطر کورني تفتيش ريس ته يې رپوټونه وړاندې کول.
  6. د کورني تفتيش په همغږۍ اړونده سرچينو ته د پلټونو پايلې اورول او په وخت يې څارل او د وروستيو پلټنو د لاسته راغلو پايلو ليکلړول.
  7. د ادارې لاسته راوړونکو موخو او پروګرامونو په برخه کې تصميمونه نيول.
  8. د موخو د زيادښت او کاري برنامو په برخه کې د ادارې لپاره اړينې مشورې وړاندې کول.
  9. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  10. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: اقتصاد، اداره او تجارت، مالي او اداري مديريت، عامه اداره، عامه پاليسي، عمومي مديريت، حقوق او سياسي علومو او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

دغوښتنلیک فورمه