د پنځو دولتي ادارو د لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینه ترسره شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په خپلواک کمېسیون کې د پنځودولتي ادارو د یوولسو بستونو د ترلاسه کولو لپاره له یو اویا داوطلبانو څخه تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د ملي احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ملي احصایې د بشري سرچینو ریاست د بست لپاره یوولس تنو،د ټولنیزې احصایې د ریاست د بست لپاره شپږو تنو، د زیربناوو او چاپيریالي احصایې ریاست د بست لپاره یوولس تنو، د ملي محاسبو ریاست د بست لپاره درې تنو، د نفوسو او احصایې ریاست د بست لپاره څلور تنو او د ساحې د عملیاتو ریاست د بست لپاره اووه تنو کمپيوټري تحریري ازموینه ترسره کړه.

د دې په خوا کې د عامې روغتیا وزارت د اداري ریاست د بست لپاره شپږ تنو، یوتن د تفتیش ریاست د بست لپاره، یوې تنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم ریاست د بست لپاره، درې تنو په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د دفتر ریاست د بست لپاره او پنځوتنو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د معلوماتو د سیستم د ا منیت ریاست د بست لپاره یو بل سره سیالۍ وکړې.

افغان فلم ریاست ته نوماندې، صحرا کریمي چې د دوکتورا ترکچې یې د داستاني فلمونو د کار ګردانۍ په څانګه زده کړې کړې ـ وايي: « واسطه مې نه لرله، خو تردغه پړاو پورې ورسېدم. د تحریري ازموینې برخه راته جالبه وه، ځکه کمپيوټر نمره ورکړه.»

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د بشري سرچینو ریاست ته نوماندې، مانیلا کریمي وویل: « کمپيوټري ازموینه لوړ سیستم دی، چې د بشري ځواک له لاسوهنې پرته ترسره کېږي.»

ازموینې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د تعییناتو د بورډ د مشر نجیب الله امین ترڅارنې او د اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې ترسره شوې.