د پنځو دولتي لوړ رتبه بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

د څلورو دولتي ادارو د پنځو لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره ۳۱ تنو داوطلبانو په کمپيوټري (تحريري) او تقریري ازموینه کې برخه واخیسته.

په یادو بستونو کې د مرکزي احصایې د معلوماتو د اداري خدمتونو ریاست او د تدارکاتو ریاست، د زابل ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست، د کندهار ولایت مالي او اداري ریاست او د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست پکې شامل دي.

د مرکزي احصایې او معلوماتو د تدارکاتو ریاست نوماند محمد حمید حسني وايي:«دا لومړی ځل وو چې د لوړ رتبه بست د ترلاسه کولو لپاره مې په سیالۍ کې ګډون وکړ.د شارټ لېست له پړاو نه پيل او وروستي پړاو پورې چې مرکه وه، له کومې پېژندګلوۍ پرته د خپلې وړتیا له مخې ورسېدم. دا د پروسې د روڼوالي ښکارندوی ده.»

ازموینې د کمېسیون او اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې د فاطمې قادریان او ربات جوړونکو نجونو د ازموینو په مرکز کې واخیستل شوې.