د پوهنتونونو فارغینو ته د کار زد کړې فرصت

د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د عامه خدمتونو کیفیت د ښه والي په موخه، د (د) ردیف بستونو، د ملکي خدمتونو ۵ او ۶ بستونو ترلاسه کولو لپاره په سیالۍ کې د ګډون انډول، د ښځو مشارکت زیاتوالي او د ملکي خدمتونو دستګاه په اډانه کې د ځوان ځواک د جذبولو اسانتیا په موخه په پام کې لري څو (د طب څانګې فارغینو پرته) د پوهنتونونو د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ کلونو ۲۱۰ تنو فارغینو او ښځو ته له ۷۰ سلنه ځانګړنې سره د هېواد په ۱۵لږ پرمختللو ولایتونو کې د اداري کار زده کړې پېنځه پروګرامونه جوړ کړي. د تېرې ډله ییزې ازموینې پایلو وښوده چې د ملکي خدمتونو بستونو لپاره د دواوطلبانو کچه، په دغو یو شمېر ولایتونو کې د اعلام شویو بستونو څخه کمه وه.
برخوال به لومړۍ میاشت کې، نظري زده کړې چې پکې د مدیریت، له قوانینو څخه پوهاوی، بشري سرچینې او مالي چارې شاملې دي، ترلاسه کړي. وروسته به نورې درې نیمې میاشتې د فاریاب، هلمند، غور، پروان، کونړ، سرپل، پکتیکا، ډایکنډي، ارزګان، فراه، جوزجان، بادغیس، نیمروز، زابل او نوروستان ولایتونو د ملکي خدمتونو په دویمو واحدونو کې عملي کار وکړي. د دې سربېره، د عملي کار د دورې په درشل کې، کار زده کوونکي د کمېسیون په ساحوي دفترونو، د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د روزونکو او اړوندو ادارو کې د امرینو لخوا د ځانګړې اداري مسلې په اړه چې د کاري چاپېریال له واقعیتونو سره تړاو ولري ( ګده نظري او د کارعملي دوره ) چې د لارښود او د انسټیټوټ د روزونکي لخواتایید کېږي، څېړنه کوي.
دغه پروګرام په مرکز کې په عامه اداره کې د نوښت ځانګړی ورکشاپ شامل دی، چې کار زده کوونکي پکې د یوه روزونکي په مرسته د عامه خدمتونو وړاندې کولو لپاره د نوښتي حل لارو د موندلو لپاره کار کوي.
بشپړ غوښتنلیک له یوې تخنیکي څېړنې وروسته، په تحریري ازموینه کې شاملېږي چې له مخې یې، غوره نوماندان تحریري ازموینه کې شاملېږي. نهايي نوماندان د ژمن لیک له ترلاسه کولو وروسته، په رسمي ډول پروګرام کې شاملېږي او د روزنیز پروګرام په درشل کې به ترانسپورټ لګښت هم ورکړل شي.
هغه تصدیق پاڼه چې د پروګرام په پای کې د ظرفیت جوړونې حد اقل ۱۰ کریډټ ترسره کولو له مخې برخوالو ته ورکول کېږي، د ملکي خدمتونو بستونو د ګومارنې په بهیر کې د یو کلنې تجربې معادل په پام کې نیول کېږي.
غوښتنلیکونه باید د هغه لارښود له مخې کوم چې په فورمه کې وضاحت ورکړل شوی دی، بشپړ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر ته وسپارل شي. د غوښتنلیک ترلاسه کولو نیټه د ۱۳۹۹ کال د زمري لومړۍ نیټې د چهارشنبې ورځې پورې ده.
د نوم لیکنې فورمې ترلاسه کولو لپاره دلته مراجعه وکړئ:
درخواستی فورم

د پروګرام لارښود ترلاسه کولو لپاره دلته مراجعه وکړئ:
د پروګرام لارښود

د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره، یوازې په رسمي وخت کې له دغې شمېرې سره په اړیکه کې شئ: ۰۷۹۵۴۱۴۲۷۹