د پکتیا د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت د (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست کود له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست کود
۱ د پکتیا د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست ۰۰۱۸

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                   د پکتیا د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست

بســــت:                           دویم

د بست شمیر:                    (۱)

وزارت/اداره:                        د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت

اړونده څانګه:                      د همغږۍ اوجرګو د قبایلو چارو معینیت

ځای:                                 پکتیا

ته راپور ورکونکي:                  د همغږۍ اوجرګو د قبایلو چارو معین

راپور اخستونکی له :              لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د اعلان د نشر او پای نیټه :     ۲۵ /۱۰/۱۳۹۸ تر ۰۶/۱۱/۱۳۹۸

……………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د ولایت په کچه، د پالیسیو، استراتيژۍ، او وزارت موخو څېړنه او پلي کول. او د قومي جرګو له لاري د شخرو حلولو لپاره، د دولت پالیسیو سره سم، قبایلي مشرانو سره د دوامداره اړیکو ټینګول،‎.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې واکونه او مسولیتونه:

تخصصيي دندې :

  1. د دولت د موخو تشریح کولو په موخه، د دولت پالیسیو سره سم، د اړوند ولایت مشرانو او قومي متفقینو سره د دوامداره کاري اړیکو ټینګول.
  2. د دولت پروګرامونو په اړه د خبرتیا ورکولو په موخه، د دولت پالیسیو او موخو پلي کول او د اړونده ولایتي قبایلو د ستونځو حلولو لپاره، د قومي جرګو ترتیبول او تنظیمول،
  3. د اړوند قومونو سیاسي او قومي ملاتړ تر لاسه کولو په موخه، اړوند ولایت کې، میشت سرحدي قبایلو سره د دوامداره اړیکو ټینګول،
  4. د اړوند ولایت سرحدي او نوارمرزۍ قبایلو او مشرانو همکارۍ تر لاسه کولو په موخه، د توروریزم، مخدره توکو کښت، او قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره، قبایلو کې هڅونه او خوځښت رامنځته کول.

مدیریتي دندې:

  1. د وزارت استراتېژي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، د میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. د دولت پالیسیو او اړونده ادارې د موخو تر سره کول او د استراتېژۍ پلي کول.
  3. د محاسبې په برخه کې د کره او رڼو کړنو تر سره کولو په موخه، د محاسبې اړوند چارو، د معاشونواجرا کولو، او د ریاست کارکوونکو د حاضرۍ کنټرولول.
  4. د اجرائيوي چارو روڼوالي لپاره، د اړونده ریاست منقول او غیر منقول اموالو چې متمدانو پسې قید دي، ساتل او د کاري چارو کنټرولول.
  5. اړوند اطاقونو او میلمستونونو کې، د اعاشوي او اباطوي چارو څارل او کنټرولول.
  6. د ریاست کاري پلان پر بنسټ، د بودیجوي اړتیاوو مالومول او وړاندیزول.
  7. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو او برنامو تر سره کول.
  8. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  1. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  1. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  1. د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  1. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبر ورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت د راپورنو وړاندې کول.
  2. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د همغږي دندې:

  1. د اړوند ادارې د موخو ترلاسه کولو لپاره، اړوندو ادارو سره د همغږۍ رامنځته کول.

———————————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده.

د زده کړې رشته: لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق او سیاسۍ علوم، شرعیات، (فقه اوقانون) اقتصاد، عامه اداره، اداره او تجارت، ارتباطات، عامه پالیسي، مالي او حسابداري، لوی مدیریت، مالي او اداري، ښه حکومتولي، ښوونه او روزنه، ټولنیزعلوم او یا نورو اړوندو برخو کې لکه : د هیواد کورنيو اوبهرنیو ملي ا و نړیوالو موسسسو کې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري مخینه: د هیواد کورنیو او بهرنیو ملي او نړیوالو موسسو کې اړونده کاري تحربه: لاندې شرایطو سره

  • ( (د یاد بست د دندې لایحه کې د واکونو، مسولیتونو برخه کې د ذکر شویو مدیریتي او تخصصي دندې) لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، دوکتورا لپاره یو کال کاري تجربه او یا هم :
  • د یاد بست د دندې لایحه کې د واکونو، مسولیتونو برخه کې د ذکر شویو مدیریتي یا تخصصي تجربې درلودل) لږترلږه پنځه کاله.
  • د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  • د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  • په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود