د څلورو حکومتي ادارو د لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینه تر سره شوه

د کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د حکومت د څلورو ادارو د لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره دري دېرش تنو داوطلبانو په ازموینه کې ګډون وکړ.

په تحریري او تقریري ازموینو کې لاندې بستونه شامل وو:

  • د خوست ولایت د معلوماتو او احصایې ریاست؛
  • د سمنګانو ولایت د معلوماتو او احصایې ریاست؛
  • د کورنیو چارو وزارت د سیستمونو د پراختیا ریاست؛

او د قومي ستونزو د حل په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر سلاکار.

په همدې توګه، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د پینځو لوړ رتبه (حقوقي سلاکار، د اوبو لګولو او طبیعي زیرمو د چارو سلاکار، د څارویو د روغتیا او مالدارۍ عمومي ریاست، د معلوماتو د تنظیم او کرنې د احصایې ریاست او د څړ ځایونو د ریاست) بستونو د ترلاسه کولو لپاره، داوطلبانو په تحریري او تقریري ازموینه کې ګډون وکړ.

ازموینې د کمېسیون د تعییناتو د بورډ د کمېشنرانو او د اړوند ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې واخیستل شوې.