د څلورو حکومتي ادارو د ‍۱۴ لوړ رتبه بستونو تحریري او تقریري ازموینه واخیستل شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې د حکومت د څلورو ادارو د ۱۴ لوړ رتبه بستونو د ترلاسه کولو لپاره، ۵۶ تنو یو بل سره سیالۍ وکړې.

په دغو بستونو کې په هلمند، جوزجان او کندز ولایتونو کې د مالیې وزارت مستوفیتونه، د خوست او بادغیس ولایتونو مالي او اداري ریاستونه،د جوزجان ولایت د کانونو ریاست، د سید جمال الدین افغان د ښوونکو د روزنې ریاست او د کاپيسا، غور، بغلان اوغزني ولایتونو د ښوونکو د روزنې ریاستونه پکې شامل دي.

د خوست ولایت مالي او اداري ریاست ته نوماند، حکیم الله اکبر وايي: «له کومې واسطې او اړیکې پرته شارت لیست شوم. هغه بله ورځ مې په کمپیوټري ازموینه کې ګډون وکړ او د تقریري ازموینې ته مې لار ومونده. نن مې په ازاده او صمیمي فضا کې د مرکې پړاو ترسرهکړ. له دغو ټولو پړاوونو خوښ او راضي یم.»

ازموینې  د تعییناتو بورډ د کمېشنرانو او اړوندو ادارو د صلاحیت لرونکو استازو په شتون کې واخیستل شوې.