د څېړنې آمر

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شماره عنوان بست شماره بست
۱ د څېړنې آمر HR-016
 

د بست د خبرتیا شمېره :

د دندې سرلیک :               : د څېړنې آمر

بســــت                          :  سوم

وزارت/اداره                      :  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون

اړونده څانګه:                    : د اجرائیې ریاست  –  د ملکي خدمتونوشکایاتو  ته د رسېدنې بورډ

د بست شمېر                   : (۱)

د بست ځای                     : کابل

راپور ورکول                       : د اجرائیې رېیس

راپور اخیستل                     : تر لاس للاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

تاریخ نشر وختم اعلان         : ۲۸/۰۳/۱۳۹۹  تر  ۰۸/۰۴/۱۳۹۹

 

 

د تغیر پروژه

د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو  په موخه رامنځته شوې ده.

د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.

د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.

د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې  (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ  سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره  د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک  نوی کېږي.

 

داداري اصلاحاتو او ملکي  خدمتونو خپلواک کمیسیون:

د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې  -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷-  فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.

د دندې موخه :

د تقنیني اسنادو په پام کې نیولو سره د پلټل شویو دوسیو څېړل او بورد ته د نهاې پریکړو نیولو لپاره د مناسبو وړاندیزونو وړاندې کول.

 

د بست تخصصي دندې :

  1. د ستونزو مالومولو او د حل مناسبو لارو چارو وړاندې کولو لپاره د حواله شویو راپورونو څېړل او شننل.
  2. په مرکز او ولایتونو کې شکایتونو ته د رسېدنې په بهیر کې د چټکوالي راوستو لپاره، په ځانګړې توګه د شکایاتو مشري بورد ته د حقوقي او مسلکي مشورو وړاندې کول.
  3. دعامه ادارې د اصلاحاتو له بهیر  سره د مرستې کولو په موخه، د اداري سرغړونو مالومول، د شکایتونو د قضیو مطالعه کول او د بورد مشرتابه ته یې  د حل لارو چارو وړاندې کول.
  4. د بورد مشرتابه ته د پریکړو نیولو لپاره، د ملکي خدمتونو شکایتونو ته د رسېدنې بورد طرزالعمل په پام کې نیولو سره د شکایتونو د بستو کره والي او د اغیزمنو اجرااتو تر سره کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  5. د ملکي خدمتونو شکایاتونو ته د رسېدنې بورد له خوا د حقوقي سرچینو(Legal Resource Point) کارلو څخه مدیریت کول. او د اړتیا  له مخې کارکوونکو ته د سرچینو په واک کې ورکول.
  6. په کاري کړنو کې د پرمختګ په هکله مقاماتو ته د خبرورکولو په موخه ، د ملکي خدمتونو شکایتونو ته درسېدنې بورډ په ډیتابس کې د شکایتونو د دوسیو ثبتول.
  7. په ځانګړې توګه د شکایتونو په پروسې کې د محرمیت ، بې طرفي، عدالت ساتلو، او د تبعیض نشتوالي اصل رعایت کول.

د بست مدیریتي دندې:

  1. د ادارې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، عمومي پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان طرحه او ترتیبول.
  2. د لاس لاندې کارپوهانو څارنه او مدیریت کول. په ځانګړي توګه هغه شکایتونه چې د څېړلو لپاره رالېږل کېږي.
  3. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د ښوونې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  4. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د ښوونیزو اړتیاوو تعینولو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  5. واک لرونکو مقاماتو ته د خبرتیا ورکولو په موخه ، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول.
  6. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

د بست همغږی دندې:

  1. د شکایتونو دوسیو په برخه کې د توضیحاتو ورکولو په موخه برخه اخیستل؛
  2. د شته ستونزو او ننگونو د پیژندنه په موخه تر شکایت لاندې ادارو سره د همغږۍ ناستو دایرول؛
  3. په کړنو کې د ښه والي په موخه، تر لاس لاندې کارکوونکو سره د منظمو ناستو دایرول؛

…………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده:

د زده کړې رشته:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: حقوق، شرعیات( فقه او قانون) LLB، عامه اداره، عامه پالیسي، لوی مدیریت، د بشري سرچینو مدیریت او په یادو رشتو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.
  2. لږ تر لږه د دندې اړوند دوه کاله کاري مخینه ولري:

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
  2. د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې :

  1. د دریم او څلوم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نمرې د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي په هغه صورت کې چې د نوماند معلولیت په دنده کې د خڼډ سبب ونه ګرځي.
  2. ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

____________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود