د چاپي موادو ډيزاينر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د چاپي موادو ډيزاينر. ۷ د اطلاعاتو، عامه اړیکو او د ویاند ریاست ۱ ۱۴/۷/۱۳۹۷ ۲۵/۷/۱۳۹۷

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۴/۷/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۵\٧\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو اړوندو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات

د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د چاپي موادو ډيزاينر.
بست: (٤)
وزارت یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل.
د بست شمېره: (١)
رپوټ ورکول: د توليد امر ته.
رپوټ اخيستل: نلري.
د بيا کتنې نېټه: ٤/٦/١٣٩٧

……………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د پوسټرو، بېنرونو، بروشورونو او د کميسيون اړونده ټولو توکو ترتيبول او ډيزاينول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه، مسؤليتونه او دندې:

١: د امريت له پلان او ټاکلې موخې سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢: د خبرتياوو، پوسټرونو، بېنرونو، بروشورونو، رسالو، کليزو او د کميسيون اړونده ټولو نشرياتي توکو ترتيبول او جوړول.

٣: د اړتياوو په اساس د تبليغاتي برخې لپاره ابتکاري او اخلاقي ډيزاينونه جوړول.

٤: د کميسيون لپاره ټولنيزې پاڼې جوړول او ډيزاينول.

٥: د ټولنيزو پاڼو او ويب سايټ لپاره د اړونده مطلبي غوره انځورونو ټاکل؛ په دې خاطر، چې د انځورونو او مطلبونو تر منځ هماهنګي وي.

٦: د کميسيون ويبپاڼې د منځپانګې د ټينګښت لپاره مرسته کول.

٧: د کميسيون اړونده ويډيوګانې سمول(ايډيټول).

٨: د اړونده ادارې لپاره د موخو او کاري برنامو د ټينګښت په اساس مسلکي مشورې وړاندې کول.

٩: له خپلو لاسته راوړنو او کړنو څخه  مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه برابرول او د اړتيا پر وخت يې ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.

١٠: د ټولو هغو دندو تر سره کول، چې د قانون، مقرراتو او د ادارې له موخو سره سم ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې څوارلسم او تر دې د زده کړو لوړې درجې ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه په اړونده (د خبرتياوو، پوسټرو، بېنرونو، بروشورونو، رسالو، کليزو، د ويډګانو سمول او د ټولو نشرياتي توکو ډيزاينول او ترتيبول) برخو کې يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې(ويل او ليکل) سره بشپړه بلدتيا.

٤: په کمپیوټري زده کړو او د آفیس، فوټوشاپ، ان ډیزاین، کورل ډرا، السټریټر په پروګرامونو پوه او د ټولو اړوندو چاپي رسنيو ډيزاينول او ترتيبول.

————————————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم