د ډيټابيس او آرشيف کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د ډيټابيس او آرشيف کارپوه ۴ شکایتونو ته د لاسرسي بورد ۱ ۴/۲/۱۳۹۸ ۲۳/۲/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۲/۱۳۹۸) نه تر (۲۳/۲/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز معلومات:

د بست داعلان شمېره:
د دندې عنوان: د ډيټابيس او آرشيف کارپوه
بست: ٤
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
راپور ورکول: د احصايې او پلان لوى مدير ته
راپور اخيستل: نه لري
د بياکتنې نېټه: ١٠/٩/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د دیتابیس وده، مدیریت او نظارت، او د بورد په آرشیف کې په معیاري توګه د سندونو تنظیم.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

١: د امريت د پلان او د اړونده ادارې د ټاکل شویو موخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.

٢: په ډيټابيس کې له اجرااتو بشپړېدو وروسته د شکايتونو دوسيې ثبتول او په منظم ډول يې په فايلونو کې د هغو ساتل او د بورډ اجرايې رياست او امريت ته د هغو د اړتيا په وخت يې لاسرسى برابرول.

٣: د بنسټيز ډيټابيس د رايستو په خاطر د فعلي دوسيو د سيسټم کتنه او څارنه.

٤: د بورډ کارکوونکو ته د ښوونيزو برنامو له لارې پوهه ورلېږدول او د ټکنالوژۍ د ښې پوهې او يادګېرنې لپاره مديريتي معلومات ورکول.

٥: په آرشيف کې د اړونده اسنادو د ساتنې او حفظونې او د چټکې دوسيو په لاس ورکونې لپاره د فايلنګ سيسټم جوړول او تنظيمول.

٦: د باور وړ ، اغیزمن او د هرډول ناوړه کارونې څخه لیرې او ځواب ورکونکی دیټابیس طرح کول، د دوسیو د ټولو مالوماتو ثبتول، ساتل او اړوندو څانګو ته ېې وړاندې کول.

٧: د لوړو مقامونو د لارښوونې په اساس د اړتيا په وخت د بورډ اړونده ټولو برخو ته په ډيټابيس کې د ثبت شوو معلوماتو  ترتيب او وړاندې کول.

٨: له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني راپورنه او لارښونې ادارې ته وړاندې کول.

٩: د ټولو هغو اړونده دندو، چې د ذيصلاح امر له خوا د تقنيني اسنادو په کتو ورسپارل کېږي؛ تر سره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له دغو يادو څانګو: ساينس او کمپيوټر، MIS ، د نرمو افزارو انجينري او معلوماتي ټکنالوژۍ او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه (په نوموړي بست کې د راغلو ثبت شوو موخو او وظيفوي مسؤليتونو په اساس) د دندې اړونده يو کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم