د ښخو ورزش پراختیا ریاست

 

د ملکي خدمتونو د ګمارنې بورډ د ورزش او بدن روزنې لوی ریاست (یو بست) په شمیر دویمه رتبه بست د وړو کارکوونکو د ګمارنې لپاره رقابتي اعلان ته سپاري.

 

په شرایطو برابر علاقمندان کولای شي خپلې درخواستي فورمې په آنلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له ویبسایټ څخه د لاندې اړیکې (www.iarcsc.com ) له لارې وړاندې کړي.

 

د درخواست پر مهال د اړوند بست کود له لاندې برخې څخه کاپي او د انلاین فورمې په اړونده برخه کې یې درج کړئ.

 

شمیره د بست عنوان د بست کود
۱ د ښخو ورزش پراختیا ریاست ۰۰۴۵
 

 

د بست ځانګړتیاوې

د بست عنوان:                   د ښخو ورزش پراختیا ریاست

بســــت:                           دویم

د بست شمیر:                   (۱)

وزارت/اداره:                       د ورزش او بدن روزنې لوی ریاست

ځای:                               کابل

ته راپور ورکونکي:                د ورزش او بدن روزنې لوی رئیس

راپور اخستونکی له :           لاس لاندې کارکوونکي (تشکیلاتي جوړښت سره سم)

د اعلان د نشر او پای نیټه :    ۰۲ /۱۱/۱۳۹۸ تر ۱۳/۱۱/۱۳۹۸

………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د ادارې قوانینو مقرراتو سره سم، د هیواد ښځینه ورزش عمومي کولو او پرمختګ لپاره، ټولو فني او مسلکي څانګو څخه مشري څارنه او مدیریت کول.

………………………………………………………………………………………………………………………………………………..

تخصصي دندې:

  1. د هیواد بدن روزنې او ورزش په اداره کې د کدرونو، ( حکما، روزونکو او مسلکي کارکوونکو) روزنې لپاره، د اغیزمن میکانیزم رامنځته کول.
  2. د ادارې موخو ترلاسه کولو لپاره، د ښڅینه ورزشي روزنکوو تمریناتي پلانونو او د مسلکي او فني پروګرامونو د موخو پلي کولو څخه څارنه او مدیریت کول.
  3. د مسابقو دائیرولو او هدفمند نظارت کولو لپاره، د ټولییزو پروګرامونو چمتو کول او ورزشکارانو ته د ورزشي آسانتیاوو تامینول.
  4. د درجه لرونکو ورزشي نورمونو مقررې پلي کولو په موخه، د هیواد ښځینه ورزشکارانو لپاره د صحي خدمتونو وړاندې کول.
  5. په هیواد کې د میرمنو انفرادي او ټولییزو سپورتونو، پیاوړتیا ، پرمختګ او عمومي کولو لپاره، د اړینو پریکړو نیول.
  6. د بدن روزنې لوی ریاست ته د فني او مسلکي مشورو وړاندې کول، په سپورتي فدراسینونوکې د ښځینه ورزشکارانو روزنې څخه څارنه کول او د ځواک ورکوونکو موادو کارولو څخه د خطرناکو پایلو په اړه، ورزشکارانو ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د خبرداری پروګرامونو طرح کول.
  7. د ادارې د موخو ترلاسه کولو لپاره، معلول او معیوبو ښځو ته د ورزشي ټولو مسلکي، فني امکاناتو او آسانتیاوو چمتو کول.

مدیریتي دندې:

  1. د وزارت استراتېژي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، د میاشتني، دري میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول او چمتو کول.
  2. د ریاست کلني کاري پلان پر بنسټ، د بودیجوي اړتیاوومالومول او وړاندیزول.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو برنامو تر سره کول.
  4. مالوماتو ته د لاس رسۍ قانون او اړونده ادارې د پالیسو په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو مشري او وړاندې کول.
  5. په کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د منعې قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. په ښه توګه د کار تر سره کولو، هڅونې رامنځته کولو، اغیزمنتیا لوړولو، د روزنیزو اړتیاوو ټاکلو، او د وړتیا لوړولو په موخه، د لاس لاندې کارکوونکو د کړنو ارزول.
  8. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه، مشرتابه ته د خبرورکولو په موخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت راپورنو وړاندې کول.
  9. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

وظایف همآهنگی:

  1. په هیواد کې د ښځو ورزشپرمختګ په اړه ، اړونده مراجعو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول او هیواد کې دننه او بهر ښځینه ورزشکارانو ته صحي او د وړتیا لوړولو خدمتونو چمتو کول.

—————————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده

 

د زده کړې کچه:

  1. لږ تر لږه په یادو برخو کې د لیسانس ترکچې د زده کړې اسناد ولري ، بدن روزنه، ټولنیز سپورتونه، انفرادي سپورتونه، عامه اداره، اداره اوو تجارت، عامه پالیسي، لوی مدیریت، اقتصاد او یا نورې اړونده برخې، په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاري مخینه ( تجربه):

  1. اړونده کاري تجربه د هیواد دننه یا بهر ملي او نړیوالو موسسو څخه د ( مدیریتي، مسلکي تجربو او یا د یاد بست د دندو واکونو مسولیتونو کې د شرح شویو مدیریتي او تخصصي اړوندو ترکیبي تجربو درلودل) لږ تر لږه د لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال مخینه په پام کې نیول شوې ده.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛
  3. یادښت: په شرایطو برابر معلول وګړي کولی شي یاد بست لپاره نوم لیکنه وکړي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود