د ښوونکو او ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو ۱۷۵۰۰ بستونو د تعییناتو پروسه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو د ۱۱۵۰۰ بستونو او په نورو وزارتونو او ادارو کې د پنځمو او شپږمو ۶۰۰۰  بستونو د تعییناتو پروسه پای ته ورسېده. د غو بستونو لپاره تعیینات، د ۱۳۹۸ مالي کال له پيل سره، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شروع او نن په کابل کې د پنځمو او شپږمو بستونو د زرګونه داوطلبانو له معرفي کولو سره پای ته ورسېده.

د ښوونکو او د پنځمو او شپږمو بستونو د نویو معرفي شویو ۱۷۵۰۰ تنو له ډلې، ۳۵ سلنه یې ښځې دي.

د دغو بستونو له جملې ډیری یې کلونه تش وو، چې د کمېسیون لخوا د دولتي بنسټونو په مرسته و پېژندل شول.

د تېر یو نیم کال په ترڅ کې، په ټول هېواد کې  د ډله ییزو ازموینو په پایله کې له ۳۵ زر او ۲۰۰ تنو زیات کسان د ښوونکو او دملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو ته معرفي شوي.

د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو لپاره ۲۲۵۶۷۰ تنو داوطلبانو سیالي وکړه چې له  ۸۰ زرو زیاتو ښځو پکې ونډه لرله .

د ښوونکو او ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو ډله ییزه ازموینه تېرکال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون لخوا، د کانکور سیستم په کارونې او د ازموینې د ملي ادارې په مرسته، په بریالۍ توګه تر سره شوه چې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه  د ښوونکو او  ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو ته لار ومونده. خو د دغو نوماندانو د جذب او ګومارنې وروسته، د تېرکال په ترڅ کې د پوهنې وزارت اړوند کې د ښوونکو نور ۱۱۵۰۰ بستونه  او د پنځمو او شپږمو  ۶۰۰۰ زره تش بستونه د ملکي خدمتونو په ادارو کې په نښه شول.

د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کوډ نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره، دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې بې نتیجې نوماندانو څخه ډک کړي.

دغه پروسه ټوله د الکترونیکي وسایلو په کارونې او له انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې ترسره شوه.