د ښوونکو بستونو د تحصیلي شرایطو په اړه خبرتیا

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون اعلاموي چې د اړوند لېسانس تحصیلي سند لرونکو غوښتونکو سربېره، د اعلان شویو بستونو د رشتو اړوند د بکلوریا (څوارلسم پاس) تحصیلي سند لرونکي چې حد اقل په دولتي او خصوصي ښوونځیو کې یو کلنه تجربه ولري هم کولای شي د معتبره اسنادو په وړاندې کولو سره، هغو بستونو ته چې په شرایطو برابر دي؛ غوښتنلیک وړاندې کړي.