د ښځینه مدیرانو ارتقا پروګرام

د رهبرۍ وړتیاوو، پروګرامونو مدیریت او پرېکړو نیولو په برخه کې له منځنۍ کچې رهبرۍ کچې ته د ښځینه مدیرانو د لوړولو یو کلن پروګرام، ښځې هڅوي او دوی د ادارو مشر تابه رهبرۍ ته د ونډې ترلاسه کولو په برخه کې چمتو کوي.

د پروګرام په اړه زیات معلومات دلته د لاس رسي وړ دي.

د ګډون کولو شرایط:

  • غوښتونکې دې د لېسانس تحصیلي درجه ولري.
  • ښځینه کارکوونکې په ۳ بست کې وي.
  • د ۴ بست ښځینه کارکوونکې دې حد اقل یو کلنه کاري تجربه ولري.
  • په سیمه ییزو ادارو کې چې د ۳ او ۴ بستونو ښځینه کارکوونکې پکې نشته، د کار زده کړې له پروګرامونو فارغ شوې ښځې هم کولای شي نوملیکنه وکړي.
  • هغه کارکوونکې چې دنده یې په ولایتونو کې ده، ترجیح ورکول کېږي.
  • په شرایطو برابرې غوښتونکې دې په پروګرام کې له ګډون مخکې باید په بریالۍ توګه ازموینه ترسره کړي.

هغو مېرمنو ته امتیازات چې پروګرام په بریالۍ توګه ترسره کوي:

  • دوه کاله فوق العاده قدم
  • په لوړ رتبه بستونو کې رقابت لپاره په شرایطو برابرېدل
  • لوړ رتبه بستونو ته د ارتقا په پلان کې شاملېدل
  • د ګومارنې په پروسه کې د قانوني اسانتیاوو برابرول، هغه شمېر برخوالې چې د پروګرام بری لیک ترلاسه کوي.
  • د اړونده ادارې لخوا پروګرام ته د تلو راتلو د لګښت ورکول
  • د ملکي خدمتونو انسټیټوټ لخوا په کابل کې د استوګنې د ټولو امکاناتو او اسانتیاوو برابرول

د غوښتنلیک ثبت میعاد: غبرګولې ۱۵ـ ۲۷

د غوښتنې چاره:

د غوښتنې د ثبت لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: https://5svufmoe.paperform.co/ ، https://seefork6.paperform.co/

د انلاین فورمې له لېږلو مخکې، د نویو سوانحو لنډیز کاپي او د تحصیلي اسنادو کاپي ضمیمه کړئ.

د انلاین فورمې لاندې پوښتنپاڼه تکمیل کړئ.