د کابل ولایت د ښوونکو د بستونو تعیینات

د ښوونکو د بستونو د ډله ییزې ازموینې د بې پایلې داوطلبانو د بست ټاکل، د اړوند بست په اختصاصي کود رشته کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي رشتې او جندر په پام کې نیولو سره په کابل کې تطبیق شول.

په نویو ګومارل شویو بستونو کې، کابل ښار، کابل ولایت او د پوهنې وزارت مرکزي هسته شامله ده.

له دې وړاندې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې د ښوونکو د بستونو د ټاکلو پایله هم اعلان شوې. دغه راز، په نږدې راتلونکې کې د پنځم او شپږم بستونو د ټاکلو پایلې اعلانېږي.

داوطلبان کولی شي د لیدو لپاره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمېسیون ویبپاڼې ته مراجعه وکړي.

http://iarcsc.com/teachers/result

 هغه داوطلبان چې دغو بستونوته بریالي شوي، د ګرځنده تیلیفون له لارې پيغام(SMS) ترلاسه کوي.

نوماندان هغو اطلاعاتو ته په پام سره چې په واک کې یې لري، د دوه کړن چاروله مخې کولی شي په ویبپاڼه کې خپلې پایلې وګوري: لومړۍ د ای ډي نمبر په واردولو او دویم د نوم، پلار نوم او نیکه نوم د واردولو له لارې.

بریالي داوطلبان په بست کې د مقررېدو د پړاوونو د بشپړولو لپاره،

 بریالي نوماندان دې سه شنبه د (غويي۲۴) د پوهنې وزارت د ترتیب شوي مهال وېش له مخې، په بستونو کې د مقررېدو د پړاوونو د بشپړولو لپاره، له تحصیلي سندونو، تذکرې (اصلي او کاپي) سره لاندې مراجعو ته ورشي:

  • د کابل ښار د اتلس ګونو حوزو اړوند ښوونځیو بریالي ښوونکي او مامورین دې په څلورمه کارته ـ سرای غزني کې د کابل ښار د پوهنې ریاست ته مراجعه وکړي.
  • د کابل ولایت د څوارلس ګونو ولسوالیو ښوونکي او مامورین دې په خو شحال مینه کې د کویټي جومات په کوڅه کې د کابل ولایت د پوهنې ریاست ته مراجعه وکړي.
  • د مرکزي هستې اړوند ریاستونو مامورین، د ښوونکو د روزنې استادان او مسلکي غړو د بستونو بریالي نوماندان دې، د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه سړک په ګلبهار سنټر کې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو  عمومي ریاست ته مراجعه وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ۱۳۹۶ لمریزکال کې د ټول هېواد په کچه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو د پنځم او شپږم بستونو ډله ییزه ازموینه واخیسته. ډله ییزه ازموینه د کانکور سیستم څخه په ګټنې د ازموینې د ملي ادارې په مرسته ترسره شوه

د دغې ازموینې په پایله کې ۱۷۷۰۰ تنه د ښوونکو او د ملکي خدمتونو پنځم او شپږم بستونوته بریالي شول.

خو د دغو نوماندانو له جذب او ګومارنې وروسته، د پوهنې په وزارت کې ۱۱۴۹۱ بستونه او د ملکي خدمتونو په ادارو کې زرګونه د پنځم او شپږم بستونه په نښه شول. دغه بستونه په تېره ډله ییزه ازموینه کې شامل نه وو او یا هم د تېرکال په بهیر کې خالي شول.

د کابینې د ۱۳۹۷/۵/۳ نیټې د ۷ شمېرې مصوبې د ۱۴بند د پلي کولو په موخه، کمېسیون و پتیله چې د اړوند بست ځانګړې رشتې په کود نمبر کې د لوړو نمرو، اړتیا وړ تحصیلي څانګې او جندر په پام کې نیولو سره، دغه بستونه د تېرې ډله ییزې ازموینې بې نتیجې نوماندانو څخه ډک کړي.نو له دې امله، داوطلبان د الکترونیکي سیستم او وسایلو له لارې او انساني لاسوهنې پرته د کانکور سیستم له لارې تعیین بست کېږي.