د کابل ولایت ۵ او ۶ بستونو بایو متریک اطلاعاتو د ثبت مهال وېش

د کابل ولایت ۵ او ۶ بستونو شرایطو برابر نوماندانو ته چې ازموینه کې یې د ګډون کارتونه یې اخیستي، اعلامېږي چې د بایو متریک اطلاعاتو ثبت لپاره دې له مهال وېش سره سم، د سیلو په افشارو کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ ته مراجعه وکړي.

  • سه شنبې د تلې ۸ ـ غرمې مخکې:

د ارشاد حج او اوقافو وزارت، سرحداتو چارو وزارت، ښځو چارو وزارت، ملي راډیو ټلویزیون،ښار جوړولو او ځمکو وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، پوهنې وزارت، مشرانو جرګه، کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت، چاپېریال ساتنې ملي اداره، د اټومي انرژۍ عالي کمېسیون، د ټاکنو خپلواک کمېسیون او په پارلماني چارو کې د دولت وزارت.

  • سه شنبې تلې ۸ ـ  غرمې وروسته:

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، ولسي جرګه، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، عامې روغتیا وزارت، لوړو زده کړو وزارت، اوسپنې پټلۍ او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست.

  • چهارشنبې تلې ۹ ـ غرمې مخکې:

پلټنې عالي اداره،سیمه ییزو ارګانو خپلواکه اداره، معلوماتو او احصایې ملي اداره، ستندرد او نورم ملي اداره، ملکي هوايي چلند اداره، اقتصاد وزارت، مسلکي او تخنیکي زده کړو اداره، طبیعي پېښو پروړاندې مبارزې چاروکې د دولت وزارت، سوداګرۍ او صنعت وزارت، کډوالو چارو وزارت او د ترانسپورټ وزارت.

  • چهارشنبې تلې ۹ ـ غرمې وروسته:

کورنیو چارو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت.

د بایو متریک اطلاعاتو لپاره په شرایطو برابر نوماندان دې، د تابعیت تذکرې اصلي نسخه ځان سره ولري.

هغه شمېر کسان چې نومونه یې ازموینه کې په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ کې اعلام شوي، خو تراوسه یې ازموینه کې ګډون کارتونه نه دي اخیستي کولای شي د دوشنبې په ورځ د (تلې ۷) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مرکزي دفتر ته مراجعه وکړي.

هغه نوماندان چې دغو بستونو ته په شرایطو برابر بلل شوي، هممهاله یې د مالیې وزارت ۵ او ۶ بستونو ته غوښتنلیکونه حذف شوي دي.

د شکایتونو د څېړلو پایله، هغو کسانو ته چې شکایتونه یې تایید کېږي، د ازموینې له اخیستو مخکې خبر ورکول کېږي.

د ازموینې اخیستو ورځ: جمعه، د تلې ۱۱

د ازموینې اخیستو نیټه او ځای، د ازموینې په ګډون کارت کې لیکل شوې.