د کابل ښاروالۍ زر بستونه سیالۍ ته وړاندې کېږي

کابل ښاروالۍ درېيم تر نهم، زر بستونه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لارې، سر له نن یکشنبه ( د سلواغه ۱۳ ) په پړاویز ډول ازادې سیالۍ ته وړاندې کوي.
د بستونو د اعلان په اړه د پوهاوي په موخه، د کمېسیون ویبپاڼې د کار موندنې برخې ته مراجعه وکړئ.
داوطلبان کولای شي یوازې د انلاین سیستم له لارې، دغو بستونو ته غوښتنلیکونه وړاندې کړي او د کاغذ پرمخ غوښتنلیک نه منل کېږي.
د خوښې وړ بست ته د غوښتنلیک د ثبتولو لپاره، د الکترونیکي ګومارنې سیستم په برخه کې د کابل ښاروالۍ بستونو ته مراجعه وکړئ:

پاملرنه: د کابل ښاروالۍ بستونو کې د غوښتنلیک ثبتولو لپاره، جلا انلاین سیستم جوړ شوی، د لوړ رتبه بستونو انلاین سیستم ته مه ځئ.
د زیاتو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له ۰۷۸۸۰۱۰۱۰۵ شمېره اود Hedayad700@gmail.com برېښنالیک له لارې اړیکه ټینګه کړئ.