د کارکونکو د دیټابیس کارپوه (HRMIS)

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د کارکونکو د دیټابیس کارپوه (HRMIS) ۳ د بشري سرچینو ریاست ۱ ۱۵/۴/۱۳۹۸ ۲۵/۴/۱۳۹۸

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۱۵/۴/۱۳۹۸) نېټې نه تر (۲۵\۴\۱۳۹۸) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د کارکونکو د دیټابیس کارپوه (HRMIS)
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د بشري سرچینو ریاست – د دارالانشاء لوی ریاست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: د کړنو د ارزونې او د کارکونکو آمر ته
رپوټ اخيستل: نلری
د بست کوډ: ۰۱۷- ۱۰ – ۹۰ -۶۲
د بياکتنې نېټه: ۰۶/۰۴/۱۳۹۸

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه: د کمیسیون د بشري سرچینو د مالوماتی سیستم مدیریت، تنظیم او پراختیا، د يټابیس ساتنه او  مراقبت، او غوښتنکو مراجعو ته پر وخت د اړتیا وړ احصائیوی مالوماتو ورکول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د ریاست د عمومی پلان سره سم د میاشتني، درې میاشتني او کلني پلانونو جوړول د ادارې د ټاکل شویو موخو د رسیدو په خاطر.
  2. د بشري سرچینو د مالوماتو مدیریت او بریښنایی حکومتولۍ، ریاست سره په همغږۍ کې د کمیسیون د بشري سرچینو د مالوماتي دیټابیس پراختیا (HRMIS).
  3. د تقاعد خزینې په بریښنایی سیستم کې متقاعدینو اړوند د HRF – ۱)تر HRD – 6) فورمونو ترتیب.
  4. په اړوند دیټابیس کې د ملکي خدمتونو د مامورینو د ذاتي چارو د مالوماتو، پر وخت ټولول، ثبت او ابدیټ کول.
  5. د انتري شویو فورمونو په پای کې د خلاوو او ستونزو د منځه وړلو په موخه د دیتابیس چکول.
  6. د بشري سرچینو د مالوماتو مدیریت او بریښنایی حکومتولۍ ریاست او نورو اړوندو ادارو سره، د بشري سرچینو د مالوماتي سیستم د رامنځته کولو او پراختیا اړوند د ادارې د پالیسي د تحقق په موخه همغږي او د اړیکو ټینګول.
  7. د احصائیوي جدولونو او فورمونو طرح او دیزاین، او د تائید په موخه ېې د بشري سرچینو رئیس ته وړاندې کول.
  8. د رسېدلو احصائیوي فورمونو ترتیب،ډکول او اړوندو مراجعو ته ېې پر وخت استول.
  9. د دیټابیس اړوندو اسنادو منظمه دوسیه بندي د حفظولو او ساتلو په موخه.
  10. د خزینه تقاعد لوی ریاست سره تخنیکي مسئولینو سره د تقاعد د بریښنایی سیستم د فعال ساتلو په موخه همغږي.
  11. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه ضرورت په وخت کې، میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  12. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د نورو ورکړل شوو دندو ترسره کول.

—————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: : لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: کمپیوټر ساینس، مالوماتي تکنالوژی، کمپیوټری برنامې، مالوماتی سیستومونو، انکشاف دیټابیس او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې (ويلو او ليکلو) سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم