د کار زده کولو(اداري ستاژ) پروګرام د غوښتونکو د پام وړ

د ملکي خدمتونو انستیتوت د نږدې ۳۰۰۰ تنو کار زده کوونکو، د تخنیکي اسنادو له څېړلو وروسته، د ۱۳۷۱ تنو په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ چمتو او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ویبپاڼې له لارې یې خپور کړی.

نوماندان کولی شي د لاندې لینک له لارې د اسنادو د څېړلو د پایلې او د ازموینې د نیټې او وخت په اړه معلومات ترلاسه کړي:

د کار زده کولو پروګرام شرایطو برابر نوماندانو لیست

له الکترونیکي سیستم سره د ځوانانو د بلدتیا، د شفافیت د ټینګښت او وړتیا په پام کې نیولو سره، د ملکي خدمتونو انستیتوت د کار زده کولو پروګرام کې د شاملېدو ازموینه، د خپور شوي لېست د پرلپسې شمېرې په پام کې نیولو سره، په الکترونیکي (Computer Base) ډول په پرلپسې دورو کې، په دارالامان د سناتوریم په سړک، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ازموینو په مرکز کې اخلي.

ټول نوماندان مکلف دي چې د ازموینې په ورځ د تابعیت تذکره ( اصلي) له ځان سره ولري، له دې پرته په ازموینه کې ګډون نشي کولی. هغه نوماندان چې د لوړو زده کړو وزارت د اکادمیکو چارو د انسجام ریاست د مکتوب راوړلو په شرط شارت لېست شوي، ورڅخه هیله کېږي چې د ازموینې په ورځ، یاد  اسناد له ځان سره ولري؛ له دې پرته په ازموینه کې ګډون نشي کولی.

د ازموینې لومړی پړاو، یکشنبه د روان کال د غويي په لومړۍ نیټه، په شرایطو برابر ۲۱۰ تنو  نوماندانو  څخه د پرلپسې شمېرې له مخې اخیستل کېږي.