د کار زده کوونکو خبرتیا

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي خدمتونوپه برخه کې د سروې لپاره، دېرشو تنو کار زده کوونکو ته اړتیا لري. په شرایطو برابر کسان کولی شي سر له نن «چهارشنبه د لړم ۱۶» تر دوشنبې « د لړم ۲۱» پورې خپله« سي وي»  لاندې برېښنا لیک ته ولېږي.

gulabzoi@googlemail.com

abbasrze@yahoo.com

د دندې موخه:

  • له وزارتونو او ادارو څخه د معلوماتو د ارزونې په موخه، د پوښتنپاڼو له لارې د بشپړو او کره معلوماتو راټولول.
  • د دندې مسوولیتونه:
  • ځواب ورکوونکو ته په ښه توګه د تحقیق د موخې د پوهاوي لپاره، د پوښتنپاڼو مطالعه.
  • ځواب ورکوونکوته د کره او بشپړو معلوماتو وړاندې کولو په موخه، د پوښتنپاڼو تشریح او وېشل.
  • د معلوماتو د راټولولو د پروسې د چټکولو لپاره، د برخو د مسوولینو او ځواب ور کوونکو سره د اړیکو ټینګول.
  • د ځواب ورکوونکو د وړاندې شویو معلوماتو له دقت او کره والي څخه د ډاډ د ترلاسه کولو په موخه د وزارتونو او ادارو د اسناد مطالعه.
  • د راټولو شویو معلوماتو د ساتنې په موخه، د فایلونو تنظیم او ترتیب.
  • د معلوماتو د راټولولو په برخه کې له نورو همکارانوسره مرسته، شننه او ارزونه او دغه راز په خپل وخت د پروسې د بشپړولو په موخه یې په سیستم کې درج کول.
  • د کمېټې د مسوولینو او ډلې د مشرۍ د خبرولو په موخه، د کړنو له څرنګوالي څخه د رپوټ وړاندې کول.
  • د ادارې له موخو او قوانینو سره سم د کمېټې د مسوولینو لخوا د ورسپارل شویو دندو ترسره کول.

لازم شرایط:

  • په اقتصاد،مدیریت، عامه اداره او یا هم نورو اړوند څانګوکې د لېسانس سند لرل؛
  • په دري ژبه او یا هم پښتو ژبه باندې واکمني؛
  • د مناسبه اړیکو لرلو وړتیا؛
  • په ټولیز ډول له « Office» سره بلدتیا.

کاري موده:

یوه میاشت کار « قرار دادي په کابل کی»

امتیازات:

  • تنخوا ۱۲۰۰۰ افغانۍ؛
  • له دولتي ادارو سره د بلدتیا فرصت؛
  • په عملي او تجربې ډول د شمېرو « آماري» څېړنې د زده کړې فرصت.