د کار زده کوونکي د ګومارنې خبرتیا

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په کمپيوټري سیستم کې د بشري سرچینو د معلوماتو د درج کولو او د بشري  سر چینو د معلوماتو په سیستم (HRMIS) کې د معلوماتو د پروسس په برخه کې د ملکي خدمتونو له ادارو سره د مرستې په موخه، څو کار زده کوونکو ته اړتیا لري. کار زده کوونکي د ۷۰۰۰ افغانیو تنخوا د ترلاسه کولو سر بېره، د زده کړې او تجربې د ترلاسه کولو فرصت هم ترلاسه کوي.

هرکار زده کوونکي ته د کاري مودې له پای ته رسېدو وروسته، د ملکي خدمتونو کاري شهادتنامه ورکول کېږي.

کاري شرایط:

  • غوښتونکی باید له پوهنتون څخه فارغ او یا هم د څلورم کال محصل وي.( د کمپيوټر ساینس محصلینو او یا هم فارغینو ته لومړیتوب ورکول کېږي.)
  • غوښتونکی باید د ټیمي کار وړتیا ولري.
  • غوښتوونکی باید د انلاین اپلیکيشنونو د کارونې لومړنۍ بلد تیا وې ولري.
  • غوښتونکی باید په دري او پښتو باندې د ټیپ کولو وړتیا ولري.
  • غوښتونکی باید د مفاهمې او اړیکو د ټینګولو وړتیا ولري.

د دندې کاري موده: درې میاشتې

د دندې ځای: کابل

په شرایطو برابر غوښتونکو څخه هیله کوو څو خپلې سي وي ګانې پر دغه پته را واستوي.

Hr@IARCSC.gov.af

په شرایطو برابر کسان به له شارت لېست کېدو وروسته، د ګومارنې د ازموینې له لارې جذب شي.

د غوښتنلیک مهلت: د ‍۱۳۹۷ کال د لیندۍ «قوس» له ۲۶ د مرغومې «جدی» تر ۱۶مې

د اړیکې شمېره:

۰۷۰۰۲۵۲۹۶۵