د کانونو او پټرولیم په وزارت کې د بشري سرچینو د معلوماتو ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو

 د کانونواو پټرولیم په وزارت کې د بشري سر چینو د معلوماتو مدیریت په سیستم (HRMIS) کې د دغه وزارت د کارکوونکو د معلوماتو د ثبت او بایو متریک بهیر پيل شو.

د کانونو او پټرولیم وزارت د تشکیل کچه ۲۲۰۴ تنو ته رسېږي، چې ۱۳۴۱ بستونه یې په مرکز او ۸۶۳ یې په ولایتونو کې دي.

بشپړو معلوماتوته نه لاس رسی، یو له هغو ننګونو څخه دي چې د هېواد عامه اداره د ادارې او ملي کچه د پالیسي ګانو او طرحو د جوړولو په برخه کې ورسره مخ دي.

د کمېسیون مسوولین وايي چې د بشري سر چینو د مدیریت په سیستم کې د ملکي خدمتونو د کار کوونکو د معلوماتو ثبت او د بایو متریک بهیر پلي کول، د کره او دقیقو معلوماتو له مخې، د پریکړو نیولو لپاره زمینه برابروي.

د بشري سرچینو د اطلاعاتو د مدیریت سیستم د یوه متخصصه او پوه ځواک لخوا طرحه شوی چې د پلي کولو په برخه کې یې چټکتیا او دقت په پام کې نیول کېږي.