د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره، په کابل کې د دولتي ادارو کارکوونکي درې اوونۍ رخصت شول

د کابل ښار او ولسوالیو کې له هغو کارکوونکو پرته چې د فعالیتونو دوام یې جدي اړتیا ګڼل کېږي، د ملکي خدمتونو کارکوونکي، سر له سبا ( وری له ۹) د درې اوونیو لپاره رخصت کېږي.

دغه پرېکړه د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي بېړنۍ کمېټې د وړاندیز شوې طرحې له مخې او د ا.ا.ج کابینې له تصویب وروسته شوې ده.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د ملکي  خدمتونو کارکوونکو د کاري رژیم تنظیم په اړه مخکینۍ کړنلارې ته ضمیمه اضافه کړې ده.

د کاري رژیم تنظیم په کړنلاره کې راغلي چې د رییسانو او عمومي رییسانو په ګډون د (ب) ردیف او هغو کار کوونکو پرته چې د دندې دوام یې د ادارې لخوا مهم او اړین بلل کېږي، د ملکي خدمتونو کارکوونکي (یواځې کابل ښار او  ولسوالیو) کې د درې اوونیو لپاره رخصت کېږي.

خو هغه امیندواره میندې چې د عامې روغتیا وزارت اړوندو کې کار کوي، د کوید ۱۹ ناروغۍ څخه د خوندیتوب په موخه، په ټول هېواد کې د درې اوونیو لپاره رخصت کېږي.

د عامې روغتیا وزارت پرته، په ټول هېواد کې په خصوصي وړکتونونو کې د شاملو ماشومانو لرونکې، اناث کارکوونکې هم د درې اوونیو لپاره رخصت کېږي.

هغه کار کوونکي چې د دغې کړنلارې مندرج رخصتۍ څخه کار اخلي، د ټولو حقوقو او امتیازاتو – لکه په اداره کې یې شتون مستحق دي.

دغه کړنلاره کې درج شوې رخصتي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو په کلنۍ رخصتي کې نه حسابېږي.

د کاري رژیم تنظیم کړنلارې پښتو ژباړه له دغه ځایه ترلاسه کړئ.