د کلینیک ډاکتر

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم بیا اعلان ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د کلینیک ډاکتر ۴ د مالی او اداری ریاست ۱ بیا اعلان

۲۲/۱۱/۳۹۷

۳۰/۱۱/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۲/۱۱/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۳۰\۱۱\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو د دندې مسؤليتونه

د بست ټولييز مالومات

د بست د خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان: د کلينيک ډاکتر
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د خدماتو امر ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بيا کتنې نېټه: ۱۱/۷/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د کميسيون کارکوونکو او د وړکتون ماشومانو ته ښه خدمتونه او صحي لارښوونې وړاندې کول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، مسؤليتونه او دندې:

  1. د امريت د پلان او مخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.
  1. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د صحي خدمتونو په وړاندې کولو سره د ناروغانو ثبتول.
  2. د ورتلونکو ناروغانو معاينه (د کارکوونکو او د وړکتون ماشومان) او د اړينې نسخې توصيه کول.
  3. د صحي او معياري خدمتونو په خاطر د اړتيا وړ درملونه وړانديز کول او ترتيبول.
  4. د کارکوونکو د بشپړې او ښې سطحې جوړونې او ناروغانو لپاره د لومړيو مرستو په خاطر د برنامو جوړولو له لارې پوهاوى ورکول.
  5. د کارکوونکو د صحي غذا په ترتيبونه کې له صحي لارې کار اخيستل او د خوړنځي د ټولو کارونو کتنه او څارنه.
  1. له عاجلو ناروغانو سره مرسته او همکاري کول او په صحي مرکزونو کې هغو ته لومړيتوب ورکول.
  2. د انتاني وقايي معيارونو تشخيص او له پلي کېدو يې ډاډ تر لاسه کول.
  3. له خپلو لاسته راوړنو او فعاليتونو څخه د عندالضرورت په وخت کې مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.
  4. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرایط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د نوموړې دندې مسؤليتونه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو شرايط په پام کې نيول شوي او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

  1. د زده کړې سند يې لږ تر لږه د طب په برخه کې لېسانس او په ياده برخه کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.
  2. د لېسانس لپاره لږ تر لږه د دندې اړونده يو کلنه کاري تجربه لرل.
  3. د هېواد په رسمي ژبو (پښتو؛ یا دری) برلاسى او له انگلیسي ژبې سره بلدتيا.
  4. د دندې اړونده په کمپيوټري برنامو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم