د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت د منځنۍ کچې مدیریت د ۱۶ بستونو کمپيوټري ازموینه ترسره شوه

د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت د منځنۍ کچې مدیریت (درېمو او څلورمو) شپاړسو بستونو د ترلاسه کولو لپاره، ۱۰۲ تنو په کمپيوټري ازموینه کې ګډون وکړ.

په خوست، غور،ننګرهار،نورستان او ارزګان ولایتونو کې د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت د پرو ګرامونو امریت، په تخار، بادغیس او هرات ولایتونو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې وزارت د انجنییري خدمتونو عمومي مدیریت او په میدان وردګو، غور، پکتیکا، غزني، تخار، خوست ولایتونو کې د کلیو پراختیا وزارت د انجنییري خدمتونو کارکوونکي یو او په نیمروز ولایت کې دوه بستونه، ازموینه کې له شاملو بستونو څخه وو.

ازموینې  د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د کلیو پراختیا او بیا رغاونې وزارت د استازو په شتون کې د فاطمې قادریان او رباټ جوړونکو نجونو ډلې د ازموینو په مرکز کې واخیستل شوې.