د کمپيوټر بياجوړونکى

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د رتب معاش د نوي سيسټم بیا اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ د کمپيوټر بياجوړونکى ۴ د معلوماتی تکنالوژی ریاست ۱ ۴/۱/۱۳۹۸ ۱۱/۱/۱۳۹۸

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۴/۱/۱۳۹۸) نېټې نه تر (۱۱\۱\۱۳۹۸) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا شمېره:  
د دندې عنوان:  د کمپيوټر بياجوړونکى
بست: (۴)
وزارت/یا اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: (۱)
رپوټ ورکول: د ټکنالوژيي خدمتونو آمر ته.
رپوټ اخيستل: نه لري.
د بياکتنې نېټه: ۶/۸/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………

د دندې موخه:

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون لپاره د معلوماتي ټکنالوژيي باکيفيته او سټنډرډ توکو په اخيستلو کې مرسته کول او د فوټوکاپي ماشينونو، پرنټرونو، يو پي اِسونو او کمرو د برخو بيا جوړول.  

…………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، دندې او مسؤليتونه:

د امريت له ټاکل شوو موخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

د کميسيون مرکزي دفترونو او د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ لوى رياست د کمپيوټرونو، پروجکټورونو او اکسس پاينټونو د اړتيا او په ټاکلي وخت يې د پروزو پېژندل، کتل او څارل.

د کميسيون په کچه د کمپيوټرونو، پروجکټورونو او اکسس پاينټونو بيا جوړول او د اړونده دفترونو له غوښتنې سره د نورو معلوماتي ټکنالوژيي توکو غوښتل.

د اپريټنګ سيسټمونو، انټي ويروسونو او د اړتيا په وخت د نورو سافټ ويرونو اچول(انسټالول).

د معلوماتي ټکنالوژيي توکو بيا جوړول او د اخيستلو پر مهال يې د سټنډرډ په اساس پلي کول.

د بې کيفيته کمپيوټرونو او ناثبت شوو اپرېټنګ سيسټمونو او د ټولو معلوماتي ټکنالوژيي توکو له اخيستلو مخنيوى.

د معلوماتي ټکنالوژيي توکو، د کمپيوټر پروزو، پرنټرونو، پروجکټورونو او سروېرونو په اخيستلو کې بشپړه ونډه اخيستنه.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د دفترونو د پرنټرونو او فوټوکاپۍ ماشينونو بيا جوړول او د کاپير له تخنيکي کارکوونکي سره مرسته کول.

په تحويلخونه کې د معلوماتي ټکنالوژيي توکو ايښودل او د فعالولو او نافعالولو په اړه يې د نظر څرګندول.

له خپلو اړونده فعاليتونو او لاسته راوړنو څخه مياشتني، درې مياشتني او کلني رپوټونه ترتيبول او د اړتيا په وخت يې ذيصلاح مقاماتو ته وړاندې کول.

د ټولو هغو دندو تر سره کول، چې د قانون، مقرراتو او د ادارې له اړونده موخو سره سم ورسپارل کېږي.

………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس او له ساينس او کمپيوټر، د کمپيوټر انجينري، معلوماتي ټکنالوژۍ له څانګو فارغ او په يادو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده(د کمپيوټر په بيا جوړولو کې د عملي کار ورکشاپ، پرنټر، پروجکټورونو او اکسس پاينټونو جوړول) د لېسانس لپاره يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې مهارت.

٥:  د پرمختلونکو مهارتونو او د کمپيوټر په بيا جوړولو او په ټولو مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژيي توکو کې مهارت درلودل.

٦: د پرزه جاتو د برابرولو او جوړولو په برخه کې تخنيکي پوهه او مديريت او د منظمېدو توانمندي درلودل.   

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم