د کمېسیون اتو ولایتي مسؤولینو په کار پيل وکړ

په کندهار، خوست، بدخشان، پنجشیر، تخار، جوزجان، میدان وردګ، زابل، پروان، کاپيسا او لغمان ولایتونو کې د کمېسیون د دفترونو نویو ګومارل شویو مسئولینو په کار پیل وکړ.

له ازادې سیالۍ وروسته، د کمېسیون په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ، سید سفید شاه کاشاني په بدخشان، عبدالرازق همت په خوست او امین الله جواد په کندهار ولایت کې د کمېسیون د رئیسانو په توګه وګومارل شول.

دغه راز، په ترتیب سره هر یو، محمد ګل محمدي، نسیمه حبیب، عبدالحکیم جهید، وحید الله نصرت، عبدالحبیب قدوسي، حشمت الله ستانکزی، مصطفی طیب او عبدالرزاق قاضي زاده په تخار، جوزجان، زابل، پروان، پنجشېر، میدان وردګ، کاپيسا او لغمان ولایتونو کې د کمېسیون د دفترونو د امرینو په توګه معرفي شول.

همدا شان، د بامیان، خوست، بدخشان، فاریاب، غور، کونړ، غزني او هلمند ولایتونه، د هغو واحدونو له جملې څخه وو چې د اړتیاوو له مخې او په ښه توګه د خدمتونو د وړاندې کولو له امله يې، د کمېسیون لخوا بستونه ریاست ته لوړ شول.

ولایتي مسؤولین د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د دارلانشاء د رییس ضیاء احمد عبد الرحیمزي، د ولایتونو د همغږۍ او اړیکو د مشرې فروزان بارز، د بشري سرچینو د رییس عبدالبصیر چکري او د مالي او اداري چارو رییس  روح الله شریفي لخوا  معرفي شول.