د کمېسیون توضیحي یاد دښت: د کانونو او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو رییس استعفی نه ده منل شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو رییس ذوالفقار نوید استعفې په اړه د هېواد د یوې سیاسي څېرې د نا مؤثقو څرګندونو په تړاو کاږي:

د کانونو او پټرولیم وزارت د بشري سرچینو ریاست بست څخه د ښاغلي نوید ذوالفقار استعفی لیک د دغه وزارت له لارې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ته ورسېد. تر کومه ځایه چې کمېسیون مسؤولیت لري څو د وزارتونو او ادارو د کار کوونکو د ذاتي چارو اړوند مطالباتو کې د قانون له تامین څخه ډاډ ترلاسه کړي، له ښاغلي نوید ذوالفقار سره یې اړیکه ټینګه کړه او نوموړي څخه یې د استعفی په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه. ښاغلي نوید کمېسیون ته خبر ورکړ چې د قانون له مخې به د ـ ۱۵ ـ ورځو په ترڅ کې له خپلې استعفی لاس اخلي او غواړي خپل کار ته دوام ورکړي. د دغه جریان او د ښاغلي نوید ذوالفقار د استعفی غوښتنې راپور د کمېسیون له لارې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریک شو.

د جمهوري ریاست عالي مقام، د ښاغلي ذوالفقار نوید استعفی و نه منله او د کانونو او پټرولیم وزارت غوښتنه یې رد کړه. کمېسیون هم دغه پرېکړه په رسمي ډول د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریکه کړه.

د جلالتماب ولسمشر لارښوونه داده چې په دې برخه کې دې د قانون له مخې چلند وشي او د ښاغلي ذوالفقار حقوق دې تامین شي.