د کمېسیون رییس د اداري فساد پروړاندې مبارزې او اصلاحاتو پرمختګ په اړه، د اروپايي ټولنې له سفیر سره خبرې وکړې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، د اداري فساد پروړاندې د مبارزې او ملکي خدمتونو په ادارو کې د اصلاحاتو په اړه د مشورو او غونډو پردوام، د ویډیو کنفرانس له لارې، په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیر ښاغلي پيري مایدون سره خبرې وکړې.

د اداري فساد پروړاندې مبارزه، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د پام وړ ټکو څخه ده چې په دې برخه کې د پرمختګونو په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې هم یادونه شوې ده.

دغه راز، په دغوخبرو کې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې کمېسیون جوړولو د پړاوونو په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.

د اداري فساد پروړاندې مبارزه، د دواړو خواوو د ماموریت او لېوالتیا ګډ ټکي بلل کېږي.