د کمېسیون رییس د ولایتي دفتر کاري چارو د ښه والي لپاره مزارشریف ته لاړ

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، په بلخ ولایت کې د کمېسیون دفتر ستونزو د حل او د دغه د فتر دکارونو ښه والي په موخه، د مزارشریف ښار ته لاړ.
ښاغلي نادري په بلخ ولایت کې د کمېسیون دفتر مسؤولینو ته لارښوونه وکړه څو د ملکي خدمتونو بستونو ازموینې، د لازمو روغتیايي تدابیرو په رعایت کولوسره، بیا پيل او د ادارو د تشو بستونو ډکولو په موخه دې دګومارنې پروسه چټکه شي.
په دغه سفرکې د کمېسیون رییس، د اصلاحاتو د پرمختګ په اړه له سیمه ییزو مسؤولینو سره خبرې وکړې او دغه رازيې د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې پرمهال، د دوی غوښتنې او نظرونه واورېدل.
په بلخ ولایت کې د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر، د ازموینو د کمپيوټري مرکز په ګډون په پرمختللواود ټکنالوژۍ په پرمختللو وسایلو او امکاناتو سمبال دی چې د بلخ او نورو شمالي ولایتونو ازموینې پکې ترسره کېږي.
د کمېسیون ولایتي ریاست د معلوماتوله مخې، تراوسه دمزارشریف د ازموینو په مرکز کې ۱۲۹ کمپيوټري ازموینې اخیستل شوې چې په هره یوه ازموینه کې ۲۰ تر ۸۰ تنو برخه اخیستې وه. د کمپیوټري ازموینو په مرکز کې د ۳ او ۴ بستونو ازموینې د ټولنیز واټن په مراعات کولو سره ترسره کېږي.
احمد نادر نادري، په بلخ ولایت کې د کمېسیون کارکوونکو د کړنو د ستاینې په خواکې څرګنده کړه چې باید د دوی کار اصلي چورلیز، عامه ګټه او قانون تطبیق وي.
د کمېسیون رییس په بلخ ولایت کې د کمېسیون کارکوونکو ته وویل: «د قانون له مخې اجراات او په کړنوکې خپلواکي، د خلکو زیات باور جلبولو لامل کېږي.»