د کمېسیون رییس د پوهنې له سرپرست وزېرې سره وکتل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري، د  کمېسیون په مرکزي دفتر کې، د پوهنې له سرپرست وزیرې رنګینې حمیدي سره وکتل.

په دغه  کاري مجلس کې، دواړو خواوو ، دپوهنې په وزارت کې د سازماني جوړښت د اصلاحاتو د دوام، د بشري سرچینو ښه والي او په  دغه وزار ت کې  د روزنیزوخدماتو کیفیت د  ښه  والي په موخه د نورو بنسټیزو  اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.

د پوهنې وزارت د ۲۶۰ زره تنه ښوونکو او کارکوونکو په لرلو سره، په هېواد کې د ملکي خدمتونو دستګاه لویه برخه جوړوي.