د کمېسیون رییس ماتېدونکو دولتونو لپاره د نړیوال بانک له ځانګړي استازي سره وکتل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس، احمد نادر نادري، ماتېدونکو دولتونو لپاره د نړیوال بانک له ځانګړي استازي او د هالنډ د بهرنیو چارو پخواني وزیر البرت جرالد کویندرز او په افغانستان کې د نړیوال بانک د دفتر له رییس هنري کرالي سره ولیدل. دوی د منازعې د مخنیوي په تمرکز باندې د پراختیايي کړنو په اړه بحث وکړ. دغه لیدنه کې دغه راز، د سولې په وخت کې د ادارې د پراختیا پر اهمیت او مرستندویه هېوادونو د ژمنو د ټینګښت په اړه هم خبرې وشوې.