د کمېسیون کارکوونکو یوې ډلې، د ظرفیت لوړولو پروګرام له لارې د ماسټرۍ سندونه واخیستل

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون خپل ۳۰ تنه کارکوونکي چې په دې وروستیو کې یې د ماسټرۍ سندونه اخیستي، وستایل. د یوشمېر دغو کارکوونکو او په ځانګړي ډول د ښځینه کارکوونکو تحصیلي لګښت د کمېسیون لخوا ورکړل شوی.

د فراغت او ستاینې په مراسمو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري وویل:«لوړې زده کړې په تېره ماسټري، باید د یو لړ پوهې او فکر کولو متفاوتو وړتیاوو  زمینه برابره کړي. د ماسټرۍ ترلاسه کول او د زده کړو بشپړول تاسې سره مرسته کوي څو د انتقادي فکر وړتیا ترلاسه کړئ او خپل راتلونکی شغلي مسیر وټاکئ.»

کمېسیون د ظرفیت زیاتولو او مهارتونو د لوړولو په موخه، د خپلو کارکوونکو بشپړ یا نیمايي لګښت ورکوي. د کمېسیون ۶۲ تنه کارکوونکي (۳۶ښځې او ۲۶ نارینه) د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې د انګلیسي ژبې په زده کړو بوخت دي. دغه راز، د کمېسیون ۱۲۰ تنه کارکوونکي چې (۹۶ نارینه او ۲۴ ښځې) دي، په کمېسیون کې د برېټش کونسل لخوا ورته په مختلفو سطحو کې د انګلیسي ژبې زده کړې زمینه برابره شوې.