د کمېشنرانو بورډ لخوا د ملکي خدمتونو لوړرتبه بستونو ګومارنې او ازموینو پروسې و څېړل شوې

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کمېشنرانو بورډ د ډله ییزو ازموینو ترسره کولو بهیر او د ملکي خدمتونو لوړ رتبه بستونو ګومارنې بهیر و څېړلو.

د تعییناتو بورډ راپور له مخې، هغه ادارې چې د سر پرستانو لخوا ادارې کېدې او یاهم له څه مودې راهیسې تشې وې، د لوړ رتبه ۴۹۵ بستونو (لومړیو او دویمو بستونو) د ګومارنې بهیر یې د بشپړېدو په حال کې دی.

په دې وروستیو کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ښوونکو بستونو او د ملکي خدمتونو پېنځم او شپږم بستونو ګومارنې لپاره ډله ییزه ازموینه په هر اړخیز او شفاف ډول ترسره شوه. په دغو ازموینو کې نږدې ۵۰ زره تنو داوطلبانو برخه اخیستې وه. ټاکل شوې دغه ازموینې د سمې هوا په صورت کې په نورو ۱۵ ولایتونو کې هم ترسره شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس احمد نادر نادري چې دغه غونډه کې یې د ویب کنفرانس له لارې برخه اخیستې وه، د همکارانو د کار ستاینې په خواکې څرګنده کړه چې د ګومارنې پروسو کې باید چکتیا او کیفیت وساتل شي. ښاغلي نادري د کمېسیون فعالیتونو اولویت بندۍ باندې ټینګار سره وویل، اړتیاد څو د جوړښتي اصلاحاتو په برخه کې ډېره پاملرنه وشي. د کمېسیون رییس په وینا، د ادارو جوړښتونه باید له اړتیاوو سره متناسب په پام کې ونیول شي څو د تشکیلاتي تورم او سرچینو د ضایع کېدو مخنیوی وشي.