د کندز او خوست ولایتونو د ښوونکو او ۵ او ۶ بستونو غوښتونکو ته اعلامېږي چې دغو بستونو لپاره په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ اوس د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون په ویبپاڼه کې خپور شوی.
په شرایطو برابر نوماندانو نوملړ له دغه ځایه ترلاسه کړئ: کندز او خوست.
ازموینه کې په شرایطو برابر نوماندان د ټیلیفون له لارې هم پیغام ( SMS ) ترلاسه کوي.
هغه متقاضیان چې د شارت لېست له پروسې شکایت لري، کولای شي د سې شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د (لیندۍ ۶-۸) نیټه په خپلو اړوندو ولایتونو کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ریاستونو/ امریتونو کې خپل شکایت ثبت کړي.
د پاتې ولایتونو د شارټ لیست پروسه وروسته اعلانېږي.