د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست

 

د ملکي خدمتونو ټاکنو بورد د صنعت او سوداګرۍ وزارت دویمه رتبه ( یو بست ) د وړ کارکوونکو ګمارنې په موخه د آزادې سیالۍ له لارې دویم ځل لپآره اعلان ته سپاري.

په شرایطو برابر لیوال وګړي کولی شي چې خپل غوښتنلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمیسون له ویبياڼې څخه د (www.iarcsc.com ) لینک له لارې راولېږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست د کوډ شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

 

شمېره د بست سرلیک د بست کوډ
۱ د کندز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست ۰۰۴۳

 

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک:               د کندز ولایت صنعت او سوداګرۍ ریاست

بست:                           دویم

د بست شمېر:                (۱)

وزارت/اداره:                    د صنعت او سوداګرۍ وزارت

موقعیــت:                      اړوند ولایت

راپور ورکول:                    د وزارت مقام

راپور اخیستل:                کارکنان تحت اثر (مطابق ساختار تشکیلاتی)

د پیل او پای نېټه:            ۰۲/۱۱/۱۳۹۸ الی ۰۹/۱۱/۱۳۹۸

 

موخه: د ولایت په کچه د ټولو اړوندو چارو تنظیم اومدیریت.

 

کلیدي مسولیتونه: د ولایت صنعت او سوداګرۍ رئیس

  • جواز ورکول: د ولایت په کچه، شرکتونو ته د فعالیتونو جواز صادرولو او نوي کولو پر بهیر څارنه کول، د ثبت مرکزي ریاست ته د جواز تصدیقولو، ټولوغوښتونلیکونو استول، د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، چې د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ولایاتو کې د ثبت مرکزي ریاست سره په بریښنايي توګه وصل ده، د ثبت مرکزي ریاست سره د همغږۍ رامنځته کول.
  • صنعتي پارکونه: په ولایت کې د هر یوه جوړ شوي صنعتي پارکونو پراختیا، پاملرنې او ساتنې بهیر څخه څارنه کول، او د صنعتي پارکونو وضیعت په هکله، د صنعتي پارکونو ریاست ته انځورونوسره د میاشتني راپورنو وړاندې کول.
  • د خصوصي سکتور وڼډه اخیستل: په ښکاره توګه د بازار فرصتونو او کلیدي خنډونو پېژندولو په موخه، د ولایت په کچه، د خصوصي سکتوراستازو سره تعامل کول، او دا چې مرکزي ریاستونه د ولایت په کچه، د شته فرصتونو او موضوعاتو په هکله خبرتیا لري، ډاډ تر لاسه کول.

 

مدیریت:

  • کلني پلانونه:د ولایت صنعت او سوداکرۍ ریاست ته د عمومي کلني کاري پلان جوړول، د ریاست هر یو کارکوونکي ته کلني کاري پلان ترتیبول، او د تطبیقولو په موخه د دې ریاست هر یو کارکوونکي درې میاشتنيو کړنو ارزول.
  • کړنلارې: د ولایت په کچه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړونده ټولو کړنلارو پلي کولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  • ښوونه: د کارکوونکو وړتیا لوړولوپه موخه، ټولو کارکوونو ته د میاشتني ښوونیزو پروګرامونو ترتیبول.
  • فعالیتونه: د ولایتي چاروهمغږۍ واحد ملاتړریاست ټولو فعالیتونو لپاره په میاشتنۍ توګه د کلني کاري کلینډرونو (تقویمونو) ترتیبول.
  • د ارزولو معیارونه: د ریاست د کړنو ارزولو په موخه، د مشخصو شاخصونو او موخو تعینول.
  • بودیجه: د کوډ، فعالیت اومیاشتو له مخې د ریاست کلني عملیاتي بودېجې ترتیبول او چمتو کول.

 

همغږي:

  • په داخلي کچه: کارکوونو سره د میاشتنیو ناستو دائیرول.
  • په بهرنۍ کچه: صنعتکارانو او سوداګرو سره، په اونۍ کې لږ تر لږه د یوې ناستې دائیرول.

 

تخنیکي / راپور ورکول

  • تخنیکي: د ولایت په کچه، د صنعت او سوداګریزو چارو اړوند، اړینو مالوماتو ثبتولو لپاره د دیتابس رامنځته کول اوکارول.
  • راپور ورکول: د ولایتي واحد فعالیتونو د وضیعت، شاخصونو، او کلیدي مسائیلو په اړه د میاشتني راپورونو چمتو کول، او د ولایتي چارو همغږۍ آمریت ته یې استول.

 

د زده کړې کچه، کاري مخینه( تجربه) او مهارتونه

 

د دې بست تر لاسه کولو لپاره، لږ تر لږه معیارونه د ملکي کارکوونکو قانون ۷، ۸، او ۳۴ موادو له مخې ټاکل شوي دي.

 

زده کړې

  • لږ تر لږه په یادو برخو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: اقتصاد، اداره او سوداګري، عامه اداره، او یا نورې اړونده برخې؛ په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږی.

 

مخینه (تجربه)

اړونده کاري مخینه (د سوداګری یا اقتصادي چارو اړوند ورته مدیریتي او تخصصي دندې او یا هم د یاد بست واکونواو مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده دندو کې د مخینو درلودل، لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده

مهارتونه:

  • د هیواد په یوې رسمي ژبې برلاسی ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبه ( لیکلو او خبرو کولو ) سره بلدتیا.
  • د لنډې استراتیژۍ لیکولو او ترتیبولو وړتیا درلودل.
  • د څېړنې تر سره کولو په برخه کې عالي مهارت درلودل.
  • د ریاست په کچه د یولوې ټیم مدیریت کولو په موخه، د مدیریتي وړتیاوو درلودل.
  • توانایی مدیریت روابط با جوانب ذیدخل متعدد، بشمول سایر شعبات وزارت صنعت و تجارت، ادارات دولتی، سکتور خصوصی و جوانب ذیدخل بین‏المللی.
  • د صنعت او سوداګرۍ وزارت نورو څانګو، دولتي ادارو، خصوصي سکتوراو نړبوالو ذیدخل جوانبو په شمول، د ډېرو ذیدخل جوانبو سره، د اړیکو مدیریت کولو وړتیا درلودل،
  • توانایی استفاده از نرم افزارهای رایج، از جمله ایمیل، مایکروسافت آفیس و ایجاد دیتابس در برنامه اکسل.
  • د رواج شویو سافټویرونو، لکه، ایمیل، مایکروسافټ آفیس، د کارولو او د اکسل په پروګرام کې د ډیتابیس جوړولو وړتیا درلودل.
  • ټاکل شویو موخو ته د لاسرسۍ لپاره، په کړنو کې د نوښتونو درلودل

………………………………………………………………………………………………………………………………………..

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود