د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست

 

د ملکی خدمتونو تعییناتو بورډ د د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست( ۳ دویم رتبه) بستونه د وړ کارکوونکو د ګومارنې په موخه، د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.

 وړغوښتونکي کولای شي چې، خپل غوښتنلیکونه په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ویبپاڼې (www.iarcsc.com ) له لارې راواستوي.

د ِغوښتنې پرمهال د خوښې وړ بست د کوډ شمېره له لاندې جدول څخه کاپي کړئ او په اړوند فورم کې یې ځای پر ځای کړئ.

شمېره   د بست سرلیک                                                               د بست کوډ 
۱ د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست ۰۷۵۳-۲

 

 

د بست ځانګړنې :

د بست سرلیک:   د کندهار ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست

بســــت:                   دویم

د بست نوعیت:         حمایوي

وزارت/اداره:                   د چاپېریال ساتنې ملي اداره

د بست ځای:                    اړوند ولایت

د بست شمېر                  (۱)

راپور ورکول :                د تشکیلاتي جوړښت مطابق

راپور اخیستل:                 تر لاس لاندې کارکوونکي  (تشکیلاتي جوړښت سره سم )

د اعلان د خپرېدو نېټه:          ۷/۵/۱۴۰۰ تر ۱۴/۵/۱۴۰۰

 

د دندې موخه :

د ولایت په کچه د چاپېریال ساتنې مېکانېزم د تطبیق اداره، رهبري او څارنه او د ژوند سالم چاپېریال د ساتنې په موخه د لیکل شویو پالیسیو مطابق د چاپېریال ساتنې ملي ستراتېزۍ اغېزمن تطبیق

 

د دندې واکونه او مسولیتونه:

د بست تخصصي دندې:

  1. د حفاظتي تدابیرو د نیولو لپاره د اړوند ولایت په کچه د چاپېریال ساتنې زیان لیدونکو برخو د پېژندنې په موخه د لارښوودونو جوړول
  2. د ژویو د ژوند ساتنې په موخه د اړوند ولایت په کچه د حفاظتي تدابیرو د نیولو په موخه د مېکانېزم جوړول
  3. د ژوند چاپېریال د ناوړه اغېزو د ارزونې څخه ډاډ تر لاسه کول او د دولتي او خصوصي تولیدونکو فابریکو د کار څرنګوالی او د لازمو حفاظتي تدابیرو د نیولو په موخه د ادارې مقام او د چاپېریال ساتنې عالي شورا ته یې راپور ورکول.
  4. د ژوند چاپېریال ساتنې په چاروکې د خلکو د ګډون په موخه د سیمه ییزو شوراګانو د جوړېدو پالیسیو د تطبیق څخه څارنه
  5. د هغو عواملو د مخنیوي په موخه چې د ژوند چاپېریال ساتنې د اغېزمن کېدو او تخریب باعث کېږي، د ولایت په کچه د اړوندو ادارو همکارۍ راجلبول.
  6. د ولایت په کچه د دولتي او خصوصي صنعتي (تولیدي) برخو د کنټرولیدونکو معیارونو جوړول او ژوند چاپېریال د تخریب عواملو د مخنیوي په موخه د ادارې له مقام څخه د هغې منظوري اخېستل.
  7. د ژوند چاپېریال د ساتنې او د هغه د تخریب د مخنیوي په موخه، د اړوند ولایت خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړول

د بست مدیریتي او اجراییوي دندې:

 

  1. د ادارې استراتیېژیکي موخو تر لاسه کولو لپاره، عمومي پلان سره سم، میاشتني درې، میاشتني او کلني کاري پلان چمتو کول.
  2. د اړوند ریاست د کاري پلان پر بنسټ د بودیجوي اړتیاوو تشخیص او وړاندیز.
  3. په اړونده کاري ساحه کې د افغانستان د سولې، ملي پراختیا او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ملي استراتېژۍ د موخو او پروګرامونو تر سره کول.
  4. د اړوندې ادارې پالیسیو او مالوماتو ته د لاسرسۍ قانون په پام کې نیولو سره، دولتي ادارو کې دننه، مدني ټولنو، رسنیو، او د هیواد وګړو ته په وخت سره د مالوماتو وړاندې کولو مشري کول.
  5. کاري ساحه کې، د اداري اجرااتو قانون، د ښځو اوماشومانو ځورونې او اذیت د مخنیوي قانون، او د چلند لارې مقررې پلي کولو او مراعتولو څخه ډاډ تر لاسه کول.
  6. لاس لاندې کارکوونکو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو په دایرولو سره او د کار په ترڅ کې د روزنې له لارې د مسلکي مهارتونو لیږدول.
  7. د اړونده څانګې فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورنو وړاندې کول.
  8. تر لاس لاندې کارکوونګو ته د چارو د غوره ترسرکولو، د اغېزمنتیا لوړولو اود زده کړه ییزو اړتیاوو د ټاګلو په موخه د کارکوونکو د اجرااتو ارزونه.
  9. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د چارواکو له خوا سپارل کېږي.

د همغږۍ دندې:

۱-د ژوند چاپېریال د ساتنې په اړه د امن او عامه نظم له چارواکو سره د اړیکو جوړول او همغږی کول.

د طبیعي میراثونو د ساتنې په موخه د ولایت په کچه له خلکو او اړوندو بنسټونو سره د اړیکو جوړول او همغږي کول.

 

……………………………………………………………………………………………………………………………………………

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده

 

  1. د زده کړې کچه:       لږ تر لږه په دې څانګو کې د لیسانس په کچه د زده کړې سند ولري:چاپېریال ساتنه، څمکپوهنه، کانونه، عامه پالیسي، عامه اداره، عامه روغتیا، اقتصاد او نورو اړوندو څانګو کې د لېسانس سند درلودل.  په یادو برخو کې تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

 

۲- کاري تجربه:اړونده کاري مخینه ( پلان جوړونې او د چاپېریال ساتنې پروژو اړوندو مدیریت  او یا هم په یاد بست کې، د موخو او د دندې د واکونو او مسولیتونو په برخه کې د شرح شویو اړونده مخینو درلودل.

لږ تر لږه لیسانس لپاره درې کاله، ماسټر لپاره دوه کاله، او دوکتورا لپاره یو کال کاري مخینه په پام کې نیول شوې ده.

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې ( پښتو یا دري) او انګلیسي ژبه برلاسی وي.
  2. د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛

هڅوونکي موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم  او څلورمو بستونو لپاره (۵)  او لومړي او دویمو بستونو لپاره (۳) امتیازې نومرې .

۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې