کورنى مفتش

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو اعلانونو په دوام لاندنی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د رتبو او معاشونو د نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري:

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
١ کورنى مفتش ۳ د کورني تفتش رياست ۱ ۹/۴/۱۳۹۸ ۱۹/۴/۱۳۹۸

په شرايطو وړ کسان نارينه او ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۹/۴/۱۳۹۸) نه تر (۱۹/۴/۱۳۹۸) نېټې پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له مخکې له غرمې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

د ملکي خدمتونو بستونو د دندو لايحې

د بست ټولييز مالومات:

د بست د خبرتيا شمېره:
د دندې عنوان: کورنى مفتش
بست: ٣
وزارت/اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون
اړونده څانګه: د کورني تفتش رياست
د بست ځاى: کابل
د بست شمېره: ١
رپوټ ورکول: کورني تفتش ريس ته
رپوټ اخيستل: نه لري
د بست کوډ: ۶۲-۹۰-۰۲-۰۰۵
د بياکتنې نېټه: ٢٧/١١/١٣٩٧

………………………………………………………………………………………………………………………………………………….

د دندې موخه: د مالي او اداري چارو بياکتنه او څارنه او د کميسيون اړونده عامه شتمنيو د قانوني اجرااتو له لارې کتنه، څارنه او ساتنه.

…………………………………………………………………………………………………………………………………………………

واکونه او د دندې مسؤليتونه:

  1. د رياست عمومي پلان او د ادارې د ټاکل شوو لاسته راوړونکو مخو په اساس مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان جوړول.
  2. د کورني تفتيش ريس په مشوره او لارښوونې د موخو او د پلټونکو پروګرامونو او د لاسته راغلو پلټنو او د څارل شوو سرچينو پلي کول.
  3. د کميسيون اړونده ادارو، مالي او اداري په چارو کې د پلټنو اجرا کول او پکې منظمه برخه اخيستل او د اړونده ادارې د لاسته راغلو مخو لپاره د کميسيون کورني تفتيش رياست ته د رپوټ جوړول.
  4. د کميسيون په اړونده ادارو کې قانوني تصميمونو نيولو لپاره فعاله برخه اخيستل او له ناقانوني اجرااتو او (ناقانوني تخلفونو) څخه مخنيوى کول.
  5. د کميسيون مقام له لوري د اړينو پلټل شوو مواردو، چې پېژندل کېږي؛ په ځانګړې توګه د مرکزي ادارو په کچه، سيمه ييزو او اړونده ولايتونو د اړونده پايلو د موخې په اساس د هغو سرته رسول او لاسرسى.
  6. د کميسيون د مسؤلو برخو د اړونده اجرااتو د ښه والي لپاره په مالي او حسابي چارو کې اصلاحي مشورې ترتيبول.
  7. د قوانينو، مقررو او کړنلارو له پلي کېدو ډاډ تر لاسه کول او د دفترو د ښه والي لپاره د نقدي او جنسي محاسبې د اسنادو پرمخ وړل.
  8. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني رپوټونه لارښودې ادارې ته وړاندې کول.
  9. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسؤلینو له خوا د ورکړل شوو دندو ترسره کول.

————————————————————————————————————————

د ګومارنې شرايط (د زده کړې کچه او کاري تجربه):

لږ تر لږه د ياد بست د لاس ته راوړلو لپاره اړين شرايط د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون په (٧) او (٣٤) مادو کې ثبت او راغلي دي:

١: لږ ترلږه د زده کړې سند يې لېسانس، له يادو څانګو: اقتصاد، اداره او تجارت، مالي او اداري مديريت، عامه اداره، عامه پاليسي، عمومي مديريت، حقوق او سياسي علوم او په نوموړو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه.

٣: د هېواد په رسمي ژبو برلاسى: (پښتو؛ يا دري) او له انګليسي ژبې سره بلديتا.

٤: د دندې اړونده په کمپيوټري پروګرامونو کې بلدتيا.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د غوښتنلیک فورم