د کړنو د مدیریت څخه د څارنې کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې د (CBR) پر اساس بیا اعلان ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
۱ د کړنو د مدیریت څخه د څارنې کارپوه ۳ د بشري سرچینو د پرمختايي مدیریت ریاست ۱ ۲۲/۸/۱۳۹۷ ۲۸/۸/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۲/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۲۸\۸\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د بست ځانګړتیاوې:

د بست عنوان:                                د کړنو د مدیریت څخه د څارنې کارپوه

بســـــت:                                        دریم

د بستونو شمير:                          (۱)

وزارت/اداره:                              د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

اړونده برخه:                               د بشري سرچینو د پرمختايي مدیریت ریاست

ځای :                                        کابل

د دندې موخه:

داړونده پالیسیوو او تقنیني پلي کول  او دکارکوونکو دکړنو څخه څارنه او مدیریت.

اداري مسولیتونه او دندې:

  1. د کمیسیون د ستراتيژیکو موخو په نظر کې نیولو سره سم میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلانونو جوړول؛
  2. د اړونده طرزالعملونو په رڼا کې په مرکزي ادارو کې د ملکي خدمتونو د لومړی او دویم بست کارکوونکو داجراتو څخه څارنه او مدیریت؛
  3. د جوړو شوو پالیسیوو تشریح او روښانه کول لکه د مستقیم امر لخوا د کلنیوو کړنو ارزول او هغوي ته دنمرو ورکول او یاهم د ارزونې لاندې او مرکزي ادارو کارکوونکو ارزونه؛
  4. د وزارتونو او ادارو د اجراتو د ارزونې امریت او  سوانحو امریتونو داړونده کارکوونکو د اجراتو دګړندیتوب په موخه د وړتیاوو لوړول  او دوي ته د روزنیزو پروګرامونو له لارې په دوام دار ډول سره زده کړې ورکول؛
  5. په بیلګه ایزه توګه ۳ او ۶ بستونو دکارکوونکو د اجراتو څخه څارنه او هم د شته طرزالعلمونو په رڼا کې دځینو استثنايي کارکوونکو دامتیازاتو لوړول؛
  6. د ملکي خدمتونو دکارکوونکو د اجراتو دګړندیتوب په موخه د مقررو، طرزالعملونو او پالیسوو د تعدیل او پراختیا په موخه د لازمو او ګټورو مشورو ورکول؛
  7. د مرکزي ادارو  د پراختیا او دکارکوونکو د کړنو د ګړندیتوب او د فعالیتونو د موثریت د و ضعیت بشپړ تحلیلول؛
  8. وزارتونو او خپلواکو ادارو سره دکړنو او اجراتو دموثریت په موخه د هراړخیزو کاري اړیکو  تامینول او ورسره همغږي کول؛
  9. د ولایتونو د اجراتو د ارزونې کارپوهانو سره دهمغږۍ میکانیزمونو پراخول او هغوي ته په لایتونو کې د ګړندیوو اجراتو ترسره کولو په موخه د معلوماتو او مشورو ورکول؛
  10. د ورستیوو کړنو او تصمیمونو په موخه د اجراتو دمدیریت د څيړنیزو راپورونو  شننه، د کارکوونکو دکلنیوو کړنو دارزونې او د امتیاز لروونکو استثنايي کارکوونکو د اجراتو ارزول؛
  11. د وړتیا لوړولو، انګیزې رامنځته کولو او د فعالیتونو د موثریت په موخه د لاس لاندې کارکوونکو د اجراتو او فعالیتونو ارزونه؛
  12. د کار په جریان کې مامورینو ته د ورکشاپونو، سیمنارونو او روزنیزو پرورګرامونو له لارې د وړتیا او مهارتونو انتقال؛
  13. له قوانینو او مقرراتو سره سم د مسولینو لخوا د ورکړل شویو دندو ترسره کول؛

 

د توقع وړ پایلې:

دوه میاشتې وروسته  ګومارل شوی کارمند  باید څخه تفصیلي کاري پلان د(SMART ) معیارونو او د( CBR) موخو په نظرکې نیولو سره دخپلو دندو لایحې او مسولیتونو  پربنسټ جوړ کړي.

د راپور ورکولو مکلفیت:

د کړنو د مدیریت څخه دڅارنې کارپوه دکړنو دمدیریت څخه د څارنې امر ته راپور وکوي.

زده کړې او تجربې:

  1. غوښنونکي باید لږ تر لږه د دغه بست لپاره د دملکي خدمتونو دکارکوونکو د قانون  د  (۷) او (۳۴) مادو په شرایطو برابروي.
  2. لږ تر لږه باید لیسانس په عامه اداره، بشري سرچینو مدیریت، اداره او تجارت(دبشري سرچینو برخه کې تخصص) ادره، عامه پالیسۍ،حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد رشتو کې ولري او  له دې پورته زده کړو درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
  3. د دندې اړونده دوه کلنه کاري تجربه
  4. د هېواد په رسمي ژبو پښتو یا دري بشپړ تسلط او په انګلیسي ژبه پوهیدل.
  5. د دندې اړونده  کمپيوټري وړتیاوې درلودل؛

 

د اسنادو او پاڼو د سپارلو لارښود:

هغه کسانو ته خبر ورکول کیږي چې د ملکي خدمتونو  دلومړي بست څخه تر پنځم بست پورې د ازادې سیالۍ او د( CBR) ترپوښښ لاندې  پروګرام کې ګډون کوي، د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو ریاست لخوا ورته سپارښتنه کیږي چې لاندې مراحلې په نظر کې ونیسي.

  1. د جمهوري ریاست د مقام ۹۲ ګڼې فرمان د۲ مادې حکم له مخې( هرکله چې د ملکي خدمتونو بستونه، د فوځي او غیرو ملکي خدمتونو د بستونو په ګومارنه کې  له واسطې څخه کار واخیست نو پدې صورت کې د ازادې سیالۍ په پروسه کې له ګډون څخه محرومیږي .
  2. نوماندان مکلف دي چې اړونده بستونو ته د غوښتنې په صورت کې رسمي غوښتنپاڼې د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ( CBR) له ریاست څخه ترلاسه کړي .( ددې فورمې او د غوښتل شوو اسنادو سپارل اړین دي)

Dari Form       :

https://iarcsc.gov.af/faد سی بی ار په اړه

Englishform:
https://iarcsc.gov.af/en/about-cbr

  1. نوماندان کولی شي په مخامخ(انلاین) ډول په ( csjobs.gov.af )  په نوي حساب(New applicant ) سره ترتیب کړي او اړونده بست ته غوښتن لیک ولیږي.
  2. هغه نوماندان چې په رسمي ادارو کې په رسمي دنده بوخت دي او یایې پخوا رسمي دنده ترسره کړي وي  خپله تازه رسمي پيژندنه(خلص سوانح) چې د صادریدو نېټه ولري  دخپلې وروستۍ دندې له فورمې سره دې یوځای کړي.  او هغه رسمي پيژندپاڼې(خلص سوانح) چې په مرکز او ولایتونو کې د دویمي ادارې واحدونو څخه صادر شوي وي د باور وړ نه دي  مګر په هغه حالت کې دباور وړ دي چې لومړي اداري واحد وازرت يا ادارې لخوا پرې د تاید ټاپه لیږدلي وي.
  3. قدرمن نوماندان چې خپله کاري تجربه په قرار دادي توګه له دولتي ادارو، موسساتو او یاهم نړیوالو سازمانونو سره (څو اړخیزه، دوه اړخیزه او یاهم نړیوالو غیرانتفاعي سازمانونو) او یاهم په کور دننه غیر دولتي موسساتو او خصوصي شرکتونو سره ولري نو دوي مکلف دي چې د  کاري وخت تصدیق  او یاهم د تړون کاپي دې د غوښتنپاڼې سره یوځای کړي.
  4. همدارنګه  هغه نوماندان چې د خصوصي پوهنتونو او یاهم تحصيلي موسساتو څخه فارغ شوي دي سرتفیکیټ او  دنومرو ترانسکریپټ د یادې موسسې سره دثبت او تصدیق سره بېره  ترې غوښتنه کیږي چې نوماندان باید دخپل تصدیق کاپی سره  یوځای د اړنده  لوړو زده کړو موسسې مکتوب هم د خپل غوښتپاڼې سره یوځای کړي.
  5. هغه نوماندانو چې له هېواد څخه بهر زده کړې کړي وي باید د افغانستان د لوړو ز ده کړو وزرات له لوري یې اسناد ارزول شوي او تاید شوي وي . ښاغلي نوماندان مکلف دي چې دخپلو تصدیقونو سره د اسنادو ارزول شوي مکتوب هم د غوښتنپاڼې سره  مل کړي.

د هغو نوماندانو اسناد چې په موقتي ډول د لوړو زده کړو وزارت څخه ارزول شوي او له هېواده يې بهر زده کړې کړي وي  دوي مکلف دي چې خپلو تصدیق پانو سره یوځای د لوړو زده کړو وزارت مکتوب هم دغوښتنپاڼې سره یوځای کړي.

د لوړو زده کړو وزارت څخه د نوموړو اسنادو خلاصول تر حد اکثر دری میاشتو پورې د وړاندي کوونکي شخص مسولیت او دنده ده.  د وزارت یا د ادارې دبشري  سرچینو ریاست ته به یې به اړه ډاډ او اطمنان ورکوي.

که چیرته ګومارل شوی شخص په نوموړي وخت کې د خپلو اسنادو تايد د لوړو زده کړو وزارت څخه خلاص نه کړ نو دا موده دیادې ادارې لخوا   دیو بل ځل لپاره د (درې میاشتو) لپاره دتمدید وړ ده  او د هغې پرته يې بیا تړون پای مومي،  د تحصیلي اسنادو وړاندي کوونکي شخص پدې صورت کې د استخدام شوي او دترسره کړي کار د معاش مستحق نه ګرځي.

  1. د وزارتونو او اړونده ادارو د بشري سرچینو ریاستونه باید هغه نوماندان چې د ۱۳۷۱ ه کال څخه تر ۱۳۸۱ ه کال پورې  د زده کړې کړي وي د فارغ شوو کسانو سندونه د لوړو زده کړو او پوهنې  وزارتونو بیا تاید لپاره دې ولیږل شي او د همدې تاید پراساس دې اجرات  ترسره کړي.
  2. هرکله چې د ګومارنې کميټه دکوم  نوماند د زده کړو او کاري تجربې په اړه شک ولري کولی شي د زده کړو او د کاري تجربې سندونه  د خپل اړونده تقنیني سند په رڼا کې دارزونې په موخه اړونده څانګو ته ولیږي که چیرته وړاندي شوي اسناد  د واقعیت خلاف وي او یاهم جعل شوي وي  دهغې مسولیت د هماغه وړاندې کوونکي کس پرغاړه دی او د موضوع دې د لا روښانتیا په موخه  عدلي او قضايي ارګانونو ته ولیږل شي.
  3. د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ( CBR) دبستونو لپاره نوماندان باید یادې فورمې په دقیق ډول ډګې او د اعلان د پای د نیټې د مخه دې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بشري سرچینو د استخدام امریت ته وسپاري. نوماندان د ایمیل له لارې هم کولی شي چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون دبشري سرچینو ریاست ایمیل ادرس ته ولیږي او پدې  صورت کې دی دایمل دلیږلو پرمهال د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ( CBR) ایمیل ادرس په (CC ) کې ونیسي.

قدرمن نوماندان دې د فورمونو د تسلیمولو پرمهال پورته لارښوونې په جدي ډول په نظر کې ونیسي.

نوټ:

  • د اسنادو کاپيان چې سپاري باید روښانه او دلوست وړ وي او دهغې پرته ناسمې ارزول کیږي او له دې پرته هیڅ ډوله نور اسناد  د غوښتنپاڼې د تسلیمولو وروسته دمنلو وړ نه دي.
  • قدرمن نوماندان مکلف دي چې د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ( CBR) رسمي غوښتنپاڼې سره یوځای دې دخپلو ټولو زده کړو  او کاري تجربو اسناد په یو ( ) فایل کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون دبشري سرچینو ایمیل ادرس ته ولیږي او دایمیل لیږلو پرمهال دی د پایلو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام ( CBR) ایمیل ادرس هم په (CC ) کې ونیسي.
  • قدرمن نوماندان مکلف دي ترڅو د هغې د ندې عنوان چې نوموړي يې غوښتنه کړې په سمه توګه دې د خپل ایمیل په غوښتنه کې ذکر کړي .
  • نوماندان کولی شي داړتیا پرمهال  په رسمي وختونو کې په لاندې اړیکو شمیرو سره اړیکه ونیسي.

۰۷۰۰۲۵۲۹۶۵

۰۷۸۶۲۲۶۳۲۶

Submission Email:

hr@iarcsc.gov.af /and Cc jobs.cbr@iarcsc.gov.af