د کیفیت تضمین کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کار اهل کار ته د سپارلو او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د ترلاسه کولو او د ملکي خدمتونو لپاره د سالمې ادارې رامنځته کولو په موخه، لاندې بست د ازادۍ سیالۍ له لارې د تغییر پروژې د سیستم له طریقه د وړ او تجربه لرونکو وګړو لپاره اعلان ته سپاري. وړ مینه وال کولی شي، د نوملیکنې لپاره په انلاین ډول د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون اړوند د لاندې وېبپاڼې له لارې نوملیکنه وکړي. (http://lowgrade.iarcsc.com/) د نوملیکنې پر مهال د اړوند بست لاندې شمېره کاپي کړئ او د انلاین فورمې په اړوند برخه کې یې ځای پر ځای کړئ.

 

د بست ځانګړنې:

شمېره د بست سرلیک د بست کوډ
۱ د کیفیت تضمین کارپوه HR-003

 

د بست ځانکړنې:

د بست سرلیک:                  د کیفیت تضمین کارپوه

بســـــت:                            درېیم

وزارت/اداره:                         د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلوا ک کمېسیون

اړونده څانګه:                       د ملکي خدمتونو ادارې عمومي ریاست

موقعیــت:                             کابل

د بست شمېره:                     (۱)

راپور ورکونه:                          د سافټ ویر د کیفیت تضمین امر

راپور اخېستنه:                      نه یې لري

د اعلان د خپرېدو او پای نېټه:   ۲۴/۱۱/۱۳۹۸ تر ۰۶/۱۲/۱۳۹۸

 

د معاش اندازه: د بست اصلي معاش+ د تغییر پروژې امتیاز له لومړي قدم څخه ۶۳،۰۰۰ افغاني تر پنځم قدم پورې ۸۹،۹۴۴ افغانۍ ( د تغییر پروژې د لارښوود مطابق)

 

تغییر پرورګرام:

تغییر پروژه نېغ په نېغه د سولې چوکاټ او د افغانستان ملي پراختیا ته ځواب ویونکې ده او همدا راز د عامه ادارې او اغېزمن سیسټم جوړونې پراختیايي لومړیتوب په ګډون اود ملکي خدمتونو د تخصص پالنې، رامنځته کېدو او پیاوړتیا په موخه کار کوي.

د تغییر پروژې ټولیزه موخه د وزارتونو د ظرفیتونو پیاوړتیا او د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو د ګومارنې له لارې، د لومړیتوب لرونکو ادارو د کارکوونکو د مدیریت ښه والی او د بشري سرچینو غوره پلان جوړونه ده.

د تغییر پروژه د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د مرستو وجهي صندوق (ARTF) او د نړیوال پراختیايي انجمن(IDA) او د نړیوال بانک ګروپ له خوا تمویلېږي.

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د بن د هوکړه لیک د ۵۰ مادې پر بنسټ او د ۲۳/۳/۱۳۸۱ کال موقتې ادارې د ۲۵۷ فرمان له مخې، د اداري اصلاحاتو د رهبرۍ، د پالیسۍ تنظیم او طرحه، د عامه ادارې د سمونې او د هغې له تطبیق څخه د څارنې په موخه رامنځته شو.

 

د دندې موخه:

د سافټ وېر له کیفیت او کار څخه ډاډ تر لاسه کول او د منل شویو معیاري پر بنسټ د سافټ وېر د تخنیکي ازمایښتونو کارونه.

تخصصي دندې:

د اړوندو تخنیکي ځانکړتیاوو په درلودو سره د سافټ وېر ازمایښتي بشپړ پلان چمتو کول او د فعالیتونو ډلبندي.

د ازمایښتي عملیاتي کړنو څارنه (functional) او نا عملیاتی (non-functional) د ازمایښتي برخې په ګډون (unit testing)، د یو ځای کېدو ازمېښت (integration testing) د سیستم ازمېښت(system testing)د انټرفیس ازمېښت(interface testing) د کړنو ازمېښت (performance testing) د اطلاعاتو د بار حجم ازمېښت (load testing) امنیتي ازمېښت (security testing) اعتباری ازمېښت (reliability testing) او نور اړوند ازمېښتونه.

په وخت سره د فیدبک وړاندې کولو په موخه د اړتیاوو، ځانګړتیاوو او د تخنیکي ډېزاین بیا کتنه

.د پرانیستو(Open Source) سرچینو څخه په ګټې اخېستنې د خود کاره (Automate Scripts) سکریپټ ډېزاین، پراختیا او پلي کول.

د پېژندنې، رد موندنې او د ستونزو ثبت په موخه د د سافټ وېر ارزونه اوله اړوندې برخې سره یې شریکول.

د سافټ وېر د ستونزو تر حل کولو وروسته د رېګرېشن ازمېښت ترسره کول (Regression Test)

د ادارو د اړتیاوو د ځواب ویلو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د پراختیا ورکړل شویو سافټ وېرونه د ازمېښتي پروسې ترسره کول.

د ادارو د اړتیاوو پېژندنې په موخه، د اړوند ټېم له غړو سره همکاري کول.

 

مدیریتي دندې:

د ریاست له پلان سره په مطابقت کې د ټاکل شویو موخو تر لاسه کولو لپاره د میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان طرحه او چمتو کول.

 

اړوند کارکوونکو ته د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې د مسلکي مهارتونو او د کار جریان د زده کړو او وړتیاوو لېږد.

مستقیم آمر او اړوند چارواکو ته د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو میاشتنی، ربعوار، کلنی او د اړتیا په وخت کې د راپور وړاندې کول.

د همغږۍ دندې:

د سپارل شویو چارو پرمخ وړلو په موخه، له نورو اړوندو برخو سره اړیکې او همغږي کول.

د ګومارنې شرطونه ( د زده کړو کچه او کاري تجربه)

د دندې دا لایحه د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ۷ او۳۴ موادو ته په پام، په لږ تر لږه شرطونو او لاندې معیارونو سره چمتو شوې ده.

 

 

زده کړې:

له دې څانګو په یوې کې، لږ تر لږه د لېسانس سند درلودل: کمپیوټر ساینس اومالوماتي تیکنالوژۍ. پورتنیو څانګو کې د لوړې کچې تحصیلي سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

له دې څانګو په یوې کې، لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه: د ډېټابېس مدیریت، پروګرامینګ، د سافټ وېر پراختیا برخه، د سافټ وېر( quality assurance) د کیفت څخه ډاډ، مېتولوژي ګانې، له سافټ وېر څخه د ډاډ وسایل او پروسې، پلان جوړونه، د سافټ وېر ازمېښت(White box and Black BOX)، د وسایلو په واسطه خودکاره ازمېښت، SQL، سکریپتینګ(Scripting)، د اجیل یل سکیریم ( Agil/scrum)په واسطه د سافټ وېر پراختیا، د سافټ وېر د کارکولو ازمېښت او سکیورټي (Performance/or security) او د دې بست د دندې په لایحه کې کې نور راغلي مسولیتونه او دندې.

د اړتیا وړ مهارتونه:

د هېواد پر یوې ژبې (پښتو یا دري) او انګلیسي لاسبری وي

له دندې سره اړوند د کمپیوټري مهارتونه زده کړه

د هڅونې موارد:

۱ . د معلولیت لرونکو وګړو د ګومارنې طرزالعمل مطابق، درېیم او او څلورم بست ته (۵) امتیازې نومرې.

۲ . د ګومارنې طرزالعمل مطابق ښځو ته (۵) امتیازې نومرې

 

_________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود