د ګزارشونو د شننې او توحيدولو کارپوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون د کار اهل کار سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو مخو د پلي کولو ښکارندويي کوي؛ د يوې بشپړې ملکي خدمتونو ادارې په جوړولو، د تېرو خبرتياوو د لړيو په څارنه کې دا دى دا ځل لاندنې بست، د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په اساس د ازادې سيالۍ له لارې بیا اعلان ته سپاري:

 

ګڼه د بست عنوان د بست رتبه اړونده رياست د بستونو شمېر د خبرتيا پيل نېټه د خبرتيا پاى نېټه
۱ د ګزارشونو د شننې او توحيدولو کارپوه ۴ د ولایات د اړیکو او همغږی ریاست ۱ ۲۲/۸/۱۳۹۷ ۶/۹/۱۳۹۷

 

په شرايطو برابر کسان هم نارينه او هم ښځينه، چې د افغانستان تابعيت ولري؛ کولى شي، چې له (۲۲/۸/۱۳۹۷) نېټې نه تر (۶\۹\١٣٩٧) پاى ته رسېدو پورې ځانګړي د غوښتنليکونو فورمې له (٣٠_٨) بجو څخه له ماسپښين نه وړاندې د کاري ساعت تر بشپړېدو پورې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلکواک کميسيون، د بشري سرچينو رياست، د ګومارنې له امريت، چې د دارالامان سناتوريم سړک ته نږدې شتون لري؛ تر لاسه کړي، يادې فورمې دې ډېرې کره ډکې او وروسته له ټولو غوښتل شويو سندونو سره د اړونده کړنلارې په اساس بېرته د ټاکنو(ګومارنې) امريت ته وسپاري او يا دې نوموړي (www.iarcsc.gov.af) ويب سايټ ته مراجعه وکړي.

د غوښتنې ځانګړې فورمې بايد تر لاسه او وروسته له کره ډکېدو دې له غوښتل شويو اسنادو سره د کړنلارې په اساس د سافټ په ډول(hr@iarcsc.gov.af) ايميل په پته په ټاکلې موده کې ولېږي.

له ټاکل شوې نېټې وروسته غوښتنليکونه نه اخيستل کېږي.

 

د ملکي خدمتونو د بستونو دندې

 

د بست ټولييز مالومات:

د بست خبرتيا:

د دندې عنوان:

 

د ګزارشونو د شننې او توحيدولو کارپوه.

بست: (۴)
وزارت يا اداره: اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون.
د بست ځاى: کابل.
د بست شمېر: (۱)
ګزارش ورکول: د ګزارشونو د توحيد آمر ته.
ګزارش اخيستل: نه لري.
د بياکتنې نېټه: ۶/۸/۱۳۹۷

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

د دندې موخه: د اجرايوي آمريت د کارونو، د ګزارشونو د کارونو په راټولولو، شنلو او د ارقامو په خاطر د مالوماتو د ترتيبولو لپاره يوځاى کار کول او ترتيبول.

……………………………………………………………………………………………………………………………………..

واکونه، مسؤليتونه او دندې:

١. د امريت له پلان او ټاکل شوو مخو سره سم مياشتنى، درې مياشتنى او کلنى کاري پلان ترتيبول او جوړول.

٢. د کميسيون د ولايتي ادارو د هماهنګۍ او همغږۍ په خاطر د کاري پلانونو لپاره په ګډه مرسته کول، شنل او توحيدول.

٣. د ولايتي ادارو د ځانګړو پلانو په اساس درې مياشتني، کلني تشريحي ګزارشونه او احصايوي وړتياوې په ګډه راټولول، شنل او توحيدول.

٤. د کميسيون د ولايتي ادارو کاري پلانونه او ګزارشونه په ګډه راټولول او ورسره همېشنۍ اړيکې ټينګول.

٥. د کميسيون د ولايتي ادارو د تحليلي او مالوماتي ګزارشونو په ګډه راټولول، ترتيبول او توحيدول او د ذيصلاح مقاماتو او لاس لاندې برخو لپاره يې وړاندې کول.

٦. د ولايتي دفترونو کاري پلانونه په ګډه راټولول او د رياست له پلان سره يې پرتله کول.

٧. د اسنادو د ساتنې او پټونې فايلينګ سيسټم د هارډ او سافټ په بڼه ترتيبول او جوړول او د اړتيا په وخت ورته زر لاسرسى.

٨. له اړونده فعالیتونو او لاسته راوړنو څخه میاشتني، درې میاشتني او کلني ګزارشونه ترتيبول او لارښودې ادارې ته يې وړاندې کول.

٩. د ټولو هغو دندو ترسره کول، چې د ذيصلاح مقاماتو له خوا د قانون، مقررې په اساس او د اړونده ادارې له خوا ورسپارل کېږي.

————————————————————————————————————–

د ګومارنې شرايط(د زده کړې کچه او کاري تجربه):

غوښتونکي بايد لږ تر لږه د نوموړي بست، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو قانون د (٧) او (٣٤) مادو په شرايطو برابر او معيارونه يې په لاندې ډول دي:

١: لږ تر لږه د زده کړې سند يې لېسانس او له: عامه ادارې، اداره او تجارت، عامه ادارې پاليسي، اقتصاد، احصايه، حقوق او سياسي علوم، ژورنالېزم، اړيکې، ټولنپوهنه، عمومي مديريت، ادبيات، حکومتولي او ټولنيزو علومو څخه فارغ او په يادو څانګو کې لوړو زده کړو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

٢: لږ تر لږه د دندې اړونده(د ياد بست ثبت شوې موخې او د دندې مسؤليتونه) د لېسانس لپاره يو کلنه کاري تجربه.

٣: په رسمي ژبو(پښتو؛ یا دري) برلاسى او له انګليسي ژبې سره بلدتيا.

٤: د دندې اړونده کمپيوټري برمانو کې پوهه لرل.

———————————————————————————————————————

د غوښتنلیک فورم