د ګمارنې کار پوه

 

 

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.

د غوښتنې پر مهال د یاد بست   شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.

شماره د بست سرلیک د بست د کوډ شمېره
۱ د ګمارنې کار پوه HR-018

 

 

مشخصات بست:

د دندې سرلیک:               د ګمارنې کار پوه

بســــت:                         څلورم

وزارت/اداره:                    د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون

د بست ځای:                   کابل

د بست شمېر:                   (۱)

اړونده څانګه:                    د بشري سرچینو ریاست  – د دارالانشاء لوی ریاست

راپور ورکول  :                   د مرکز د ګمارنې لوی مدیر

راپور اخیستل:                  نلری

تاریخ نشروختم اعلان:      ۰۹/۰۴/۱۳۹۹ الی ۱۹/۰۴/۱۳۹۹

 

د دندې موخه :  د کمیسیون د کارکوونکو د ګمارنې په پروسه کې د اجرائیوي اسانتیاوو چمتو کول.

 

…………………………………………………………………………………………………………………………………

د بست تخصصي دندې :

  1. د ګمارنې د پلان ترتیبولو په موخه، د کمیسیون خالي بستونو په هکله د مالوماتو تر لاسه کول؛
  2. په شرایطو برابر غوښتونکو ته د خبرتیا ورکولو په موخه، د کمیسیون خالي بستونو د خبرتیا جدولونو ترتیبول؛
  3. د اعلان شویو بستونو د لایحې د غوښتنو په پام کې نیولو سره، د اعلاناتو تطبیقول او له صحت او دقت څخه یې ډاډ تر لاسه کول؛
  4. د اړتیا په وخت کې د خوندیتوب او بیا کار اخیستلو په موخه، په دوسیو کې د بستونو د خبرتیا اړوند سندونو، مکتوبونو، ترتیب او تنظیمول؛
  5. د غوښتنلیکونو د فورمو وېشل او راټولول، د رسمي او مرکزي قراردادی کارکوونکو د سندونو د مرحلو تر سره کول او بشپړول؛
  6. اړوندو نوماندانو ته د شارټ لیست، تحریري ازموینې او د مرکې د نهایی پایلې په هکله خبرتیا ورکول ؛
  7. وړ نوماندانو ته د تحریري ازموینې او مرکې لپاره خبرتیا ورکول او د ګمارنې د چارو بشپړولو په موخه بریالی نوماند ته بلنه ورکول؛
  8. اړوندو مراجعو ته د اړتیا په وخت کې د ګمارنې احصایوي چارو د ارقامو وړاندي کولو او مدیریت کولو په موخه، د درج شویو مرکزي قراردادي کارکوونکو  د دفتر او دیتابس نوي کول
  9. د واکو لرونکي آمر د لارښوونې پر بنسټ، د منشي په توګه د تعییناتو په کمیټو کې ګډون کول، او د تعییناتو د کميټې غړو ته د اسانتیاوو چمتو کول؛
  10. د ډانلو، پرنټ، لانګ لیست، شارټ لیست، په برخه کې مرسته کول او د ګمارنې پروسې  د سندونو، ترتیب او تنظیمول؛

د بست مدیریني دندې:

  1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره، د اړوند آمریت پلان سره سم میاشتني، درې میاشتني، او کلني کاري پلان ترتیبول.
  2. مقاماتو ته د خبرتیا ورکولو په موخه ، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو څخه، میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا په وخت کې د راپورونو وړاندې کول.
  3. د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم د ټولو هغو دندو تر سر کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي.

 

د بست د همغږۍ دندې:

  1. واک لرونکو مسئولینوسره په همغږۍ ، د کمیسیون او نورو اړوندو ویبپاڼو کې د کمیسیون خالي بستونو د خبرتیا او غوښتنلیکونو د فورمو خپرول؛

—————————————————————————————————————————

د ګمارنې شرایط ( د زده کړې کچه او کاري تجربه):

د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده:

  1. لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: د بشري سرچینو مدیریت، اقتصاد، اداره او تجارت، عامه اداره، عامه پالیسي، عمومی مدیریت، حقوق او سیاسي علوم، ټولنپوهنه، شرعیات ( فقه او قانون) د پرسونل مدیریت او په یادو رشتو کې د بهرنیو او داخلي موسسو څخه په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

کاري تجربه:

  1. په یادو رشتو کې د لیسانس سند لرونکو ته ملي او بین المللي ، بهرني یا دخلي موسسو کې د دندې اړوند لږ تر لږه د یو کال کاري تجربې درلودل،

اړین مهارتونه:

  1. د هیواد په یوې رسمي ژبې بر لاسۍ ( پښتو یا دري) او په انګلیسي ژبې ( لیکلو اوخبرو کولو ) سره بلدتیا او د دندې اړوند په کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل.

هڅونې :

 الف: د دریم او څلوم بستونو معلول نوماندانو لپاره، (۵) امتیازي نمرې او د لومړي او دویم بستونو لپاره (۳) امتیازي نومرې  د معلولیت لرونکو نوماندانو د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي؛

ب : ښخینه نوماندانو لپاره (۵) امتیازي نمرې د ګمارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوي دي.

نوټ: که چېرې د وړ معلول وګړي معلولیت د کار په تر سره کولوکې د خنډ سبب ونه ګرځي، کولی شي د یاد بست د تر لاسه کېدو لپاره نوملیکنه وکړي؛

 

________________________________________________________________________________________________

د اړینو پاڼو او اسنادو د تسلیمي لارښود