د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون کار اهل کارته د سپارلو په موخه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لوړو موخو د پلي کولو ښکارندويي کوي، د بشپړې ملکي خدمتونو ادارې جوړولو لپاره د تېرو اعلانونو په دوام سره لاندینی بست د غوره، ښو او وړو کسانو د ګومارنې په موخه د آزادې سيالۍ له لارې د رتب او معاش نوي سيسټم سره سم اعلان ته سپاري. په شرایطو برابر لیوال غوښتونکي کولی شي چې خپل غوښتونلیکونه په انلاین توګه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ویپاڼې څخه د (http://lowgrade.iarcsc.com/)لینګ له لارې راولیږي.
د غوښتنې پر مهال د یاد بست شمېره له لاندې برخې څخه کاپي او د فورم په اړونده برخه کې یې درج کړی.
|
مشخصات بست:
د دندې سرلیک: د (VoIP) سیستم کارپوه
بســــت: دریم
وزارت/اداره: د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون
د بست ځای: کابل
د بست شمېر: (۱)
اړونده څانګه: د اداری اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون/ د دارالانشاء لوی ریاست د (IT) مالوماتي تکنالوژۍ ریاست / د شبکې د امنیت او پراختیا آمر
راپور ورکول : د شبکې د امنیت او پراختیا آمر
راپور اخیستل:
تاریخ نشروختم اعلان: ۰۶/۱۱/۱۳۹۹ الی ۱۶/۱۱/۱۳۹۹
د تغیر پروژه
د تغیر پروژه مستقیمآ د افغانستان د سولي او ملي ودې په چوکاټ کې ځوابورکوونکې ده، چې د پراختیایي لومړیتوب په لرلو سره د ځوابورکوونکې اوګټورې عامه ادارې په توګه د ملکي خدمتونو د تخصصوالي خوندیتوب او ځواکمنولو په موخه رامنځته شوې ده.
د وړتیا پر بنسټ د کلیدي بستونو ګمارل، د کارمندانو ښه مدیریت ته وده ورکول، او د بشري سرچینو ښه پلان جوړولو له لارې د لومړیتوب لرونکو وزارتونو او ادارو د وړتیا پیاوړي کول، د تغیر پروژې عمومي موخو څخه دي.
د تغیر پروژه د مرستو وجهي صندوق پرمټ د افغانستان بیارغونې (ARTF) د بین المللي پراختیايي انجمن (IDA) او نړیوالو بانکي ګروپونو له خوا تمویلیږي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونوخپلواک کمیسون د افغانستان اسلامي جمهوري په استازولۍ دا پروژه پلي کوي.
د بشري سرچینو وزارتونو او ادارو منل شوي استراتیژیکي پلان پر بنسټ ، په دې پروژه کې شامل هر متصدي او خالي لپاره د کال په يبل کې کلیدي دندې (Key Deliverables) او اثباتیه شواهد(Means of Verification) د اداري بنسټیزو موخو او د دندې لایحې سره سم، د مستقیم آمر په همغږۍ سره د دوی په کاري هوکړه لیک کې وضع کېږي، دهغو کارکوونکو ارزونه چې له دې لارې ګمارل کېږي، د هر کال په پای کې د دوی د کړنو راپورونو له لارې د کلیدي دندو له مخې تر سره کېږي . او په بریالیتوب سره د همدو دندو ترسره کولو په شرط کارکوونکو سره د راتلونکي کال هوکړه لیک نوی کېږي.
داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون:
د بن موافقې پر بنسټ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون (۵۰) مادې له مخې د افغانستان لنډمهالې ادارې -۲۳/۳/۱۳۸۱ – نیټې – ۲۵۷- فرمان سره سم ، د اداري اصلاحاتو مشرۍ، د عامه ادارې د اصلاح سیستم، پالیسۍ او پلان طرحه کولو او پلي کولو څخه د څارنې په موخه رامنځته شوې ده.
د دندې موخه | د (LAN) و (WAN) داخلي شبکو طرحه او ډیزاینول، د داخلي شبکو تنظیم، کنټرول او مدیریت کول، او د داخلي او ساحوي سرورنو او شبکو فعال ساتل او په کمیسیون کې د VOIP سیستمونو طرحه، ډیزاین، تنطیم، کنټرول او مدیریت کول؛ |
د دندې واکونه او مسولیتونه: | |
تخصصی دندې | ۱٫ د داخلي شبکو، سیسکو سیویچونو، او VoIPشبکو په شمول د وړتیاوو< امکاناتو، نوي سیستم نصبولو، سیستم لوړولو، د سیستم تنضیماتو، د سیستم د ستونځو پیدا کولو، د سیستم او شبکې امنیت او هره ورځ د سیستم بک آپ اخیستلو، تنظیم ، کنټرول او مدیریت کول،
۲٫ په سمه توګه کارکولو څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه، د اړتیا په صورت کې د داخلي شبکې او Cisco VoIP شبکې تنظیمول او نصبول او اړوندو سیستمونو څخه په ځانګړې توګه د logs سیویچونو او سرورونو څخه هره ورځ څارنه کول، ۳٫ د هارډ ویر، سافټویر، سرور او نورو اوندو وسایلو نوي کول، تنظیمول، نصبول او په لار اچول؛ ۴٫ د کمیسیون (Domain) ډومینونو تنظیم او مدیریت کول، د کارولو نوي حسابونه رامنځته کول، او د ستونځو حلول، په هغه صورت کې چې مخکیني حسابونه له ستونځو سره مخ کیږي؛ ۵٫ د ادارې اړتیاوو پوره کولو لپاره، د شبکې او (فایروالونو) طرحه، ډیزاین او نصبول، ۶٫ د اداري کارکوونکو ته د لا آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د نویو سیستمونو طرحه کول، ډیزاینول او وړاندیزول، ۷٫ په ښه توګه د چارو مخته وړلو لپاره، د تولو خدمتونو لکه: د سرور فایل، د بیسیم روټرونه، د سرور ایکس چینجونه، او پرنټر سرورونو چمتو کول، او د داخلي شبکې پالیسیو او معیارونو پلي کول؛ ۸٫ په داخلي شبکه کې د غیر معیاري وسایلو څخه د کاراخیستنې مخنیوي لپاره، د مخنیوي پلانونو په ترتیبولو کې همکاري کول؛ ۹٫ په شبکو کې د ویروسونو دننه کېدو په اړه د مالوماتو رسولو سیستم څخه څارنه او همکاري کول؛ ۱۰٫ د مرکز په کچه، د مالوماتي تکنالوژۍ تخنیکي عوارضو مخنیوي لپاره، مخکې له مخکې د تدابیري پلانونو طرحه کول؛ ۱۱٫ د مدیریت په برخه کې د ورځني کارونو غوره پرمختګ لپاره د اړونده څانګې کارکوونکو روزنه او تخنیکي ملاتړکول، او د داخلي شبکې او VOIP سیسټم څرنګوالی کارولو کنټرولول ؛ ۱۲٫ د VoIP سیسټم کاروونکو لپاره روزنه او تخنیکي ملاتړ وړاندې کول؛ ۱۳٫ ډاډ تر لاسه کړئ، چې د داخلي شبکو، انټرنیټ، انترانیت او د ولایتي آزموینې مرکزونو فعال دي؛ |
مدیریتي دندې | ۱۴٫ د ریاست پلان سره سم د ادارې ټاکل شویو موخو ته رسېدو لپاره د اړونده څانګې میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان ترتیبول؛
۱۵٫ واک لرونکو مقاماتو او مسقیم آمرته، د اړونده څانګې کړنو او لاسته راوړنو په هکله میاشتني، درې میاشتني، کلني او د اړتیا ير وخت راپورونو وړاندې کول. ۱۶٫ د ادارې موخو، قوانینو او مقررااتو سره سم، د ټولو اړوندو دندو ترسره کول، چې د واک لرونکو مقاماتو له خوا سپارل کېږي. |
د همغږۍ دندې | ۱۷٫ د سپارل شویو چارو مخکې وړلو لپاره، د کمیسیون اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو ټینګول؛ |
د ګومارنې شرایط | د دندې دغه لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو قانون ۷، ۸ او ۳۴ موادو په پام کې نیولو سره لږ تر لږه د لاندې شرایطو او معیارونو پربنسټ جوړه شوې ده. |
د زده کړې رشته | لږ تر لږه په یادو رشتو کې د لیسانس په کچه د زده کړې اسناد ولري: کمپیوټري ساینس، مالوماتي تکنالوژي، کمپیوتري پروګرامونه، کمپیوټری علوم، د کمپیوټرانجینري، پروگرام لیکنه، د تکنالوژۍ مدیریت ، نتورکینگ، او په یادو رشتو کې د هیواد دننه یا بهر له ملی یا نړیوالو موسسو څخه تر دې په لوړه کچه سند لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي. |
کاري مخینه | له داخلي یا بهرنیو ملی او بین المللي موسسو څخه د ( کنفګر فایروال، سویچ، روټر، سیستم VOIPسیسکو او نورو برندونو فایروالونو، مایکروتیک او SOPHOS ) په برخه کې، لږ تر لږه دوه کاله اړونده کاري تجربه ولري؛ |
اړین مهارتونه | ۱٫ د هیواد په رسمي ژبو (پښتو یا دري ) او انګلیسي ژبه برلاسی و اوسي
۲٫ د (CCNA, CCNP) په برخه کې تصدیق لرل حتمي ده، او نوموړي تصدیق لرونکو ته لومړیتوب ورکول کېږي؛ ۳٫ د دندې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې مهارت درلودل؛ ۴٫ په LANs ,TCP/IP ، وایر او وایرلس شبکو کې پرمختللي مهارت او تجربې ته اړتیا ده؛ ۵٫ د سیسکو په سیستمونو کې د سویچ او روتر په شمول د تخنیکي علم او د تنظیم او مدیریت وړتیا درلودل؛ ۶٫ د Cisco Voice Over IP په تنظیم اومدیریت کې پوره مهارت درلودل؛ ۷٫ د سرورونو او (Windows Server 2007, Domain Controller, Microsoft Exchange) په تنظیمولو کې مهارت لرل؛ |
د هڅونې موارد | أ. د دریم او څلورم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۵) امتیازۍ نومرې او د دویم او دریم بستونو معلول نوماندانو لپاره (۳) امتیازي نومرې د معلولینو ګومارنې ګړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي، په هغه صورت کې چې معلولیت یې په کار کې د خنډ سبب ونه ګرځي.
ب. ښځينه نوماندانو ته (۵) امیازي نومرې د ګومارنې کړنلارې پر بنسټ ټاکل شوې دي. |
یادونه | أ. وړمعلول نوماندان په هغه صورت کې یاد بست ته نوملیکنه کولی شي چې، معلولیت یې په کارکې د خنډ سبب ونه ګرځي؛
ب. د اړتیا په وخت کې ولایتي سفرونو ته په تللو کې ژمن و اوسي. |
________________________________________________________________________________________________